سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهعمران خان : طالبان به د حامدکرزي د هوايي ډګر د امنيت...

عمران خان : طالبان به د حامدکرزي د هوايي ډګر د امنيت پر سر له ترکيې سره خبرو ته کېنوم

تاند( جمعه د اسد۲۲مه) د پاکستان لومړی وزیرعمران خان وایي چې پر طالبانو به له خپل نفوذ نه په کار اخېستو سره دا ډله د حامدکرزي د نړیوال هوايي ډګر د امنیت په اړه د ترکیې له چارواکو سره مخامخ خبرو ته کېنوي.

عمران خان په داسې حال کې د ترکیې له چارواکو سره خبرو ته د طالبانو د کېنولو خبره کوي چې تر دې وړاندې یې پر اسلام آباد د کابل د نیوکو په غبرګون کې ویلي وو، چې دغه هېواد پر طالبانو د پاموړ نفوذ نه لري او د سولې خبرو ته خو د طالبانو د حاضرولو لپاره څه جادو نه شي کولای.

تر دې وړاندې طالبانو د ترکیې د ځواکونو له لوري د حامدکرزي د هوایي ډګرد امنیت له ساتلو سره مخالفت کړی و، او ویلي یې وو،چې ترکیه د ناټو سازمان غړې ده او په افغانستان کې یې د ځواکونو پاتې کېدل د اشغال په معني دي.

په دې وروستیو کې عمران خان د افغانستان په هکله ضدونقیضې څرګندونې کړې دي.

نوموړي څه موده وړاندې وویل چې ترهغو محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشمر وي،طالبان به خبرو ته حاضر نه شي، په داسې حال کې چې تر هغې وړاندې یې ویلي وو،چې اوس طالبان پياوړي شوي دي او خبرو ته د هغوی کېنول ګران کار دی.

که څه هم پاکستان تل د افغان حکومت او ان نړېوالې ټولنې له لوري د افغانستان په جګړه کې په لاس لرلو او د طالبانو په ملاتړ تورن شوی، خو عمران خان وایي چې دې ته په اندېښنه کې دی، چې که په افغانستان کې کورنۍ جګړه وشي،پرپاکستان به هم منفي اغېز ولري.

په داسې حال کې چې طالبانو خپل فعالیتونه د اسلامي تحریک په نوم پېل کړي،خو عمران خان یې د پښتنتو تحریک ګڼي او وایي،چې تر افغانستانه په پاکستان کې پښتانه زیات دي او د دغې ډلې فعالیتونه به د پاکستان پر ځينو سیمو هم اغېز ولري.

طالبانو تر اوسه د عمران خان د اوسنیو او پخوانیو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

1 COMMENT

  1. دا حرمونی نه شرم لري او نه پر خپلې خبری ولاړ دی. ځکه نو درې ښځې تر اوسه ترې تښتېدلي دي. دده منافقت ته چې کورم، دا بله هم انشالله تر تښتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب