سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهناټو : د امکان تر حده د افغان حکومت ملاتړ ته دوام...

ناټو : د امکان تر حده د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکوو

تاند (د اسد ۲۲مه ) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي چې ناټو به د امکان تر بریده له افغان حکومت او افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ناټو متحدانو د طالبانو له لوري د نږدې شلو ولایتونو تر نیول کېدو وروسته نن د افغانستان په اړه غونډه وکړه او د روان وضعیت په هکله یې له یو بل سره سلا مشورې وکړي.

ناټو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر زیاتېدو، د ملکیانو پر مرګ ژوبلې، هدفي وژنو او د بشري حقونو پر نقض اندېښنه ښودلې ده.

ناټو سازمان یوځل بیا د افغان حکومت او افغان ځواکونو پرملاتړ ټینګار کوي اووایي، تر هغو چې امکان وي، له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو به ددغه سازمان ملاتړ دوام ولري.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وایي،چې دغه سازمان روان بدلونونه څاري او له افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو سره په تماس کې دی.

ینس سټولټنبرګ په داسې حال کې چې د ناټو د غړو هېوادونو امنیت مهم بولي، په کابل کې د خپل ډېپلوماټيک حضور پر دوام يټنګار کوي او زیاتوي که چېرته اړتیا شي، بدلون به پکې راولي.

تر دې وړاندې ناټو ژمنه کړې ده چې د افغان ځواکونو روزنې ته به په یوه بل هېواد کې دوام ورکړي.

1 COMMENT

  1. د امکان تر حده!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! هههههههههه! په کاسه چی موړ نه شوې نو په څټلو یې نه مړیږې! ناتو یعنی کاغذی پهلوان!!!!!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب