سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: دولت د جهل او وحشت د لښکر پر وړاندې ودرېږي

امرالله صالح: دولت د جهل او وحشت د لښکر پر وړاندې ودرېږي

تاند (جمعه، د زمري ۲۲مه) – د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي چې د طالبانو پر ضد مقاومت ته دوام ورکوي.

ښاغلي صالح پخپله فیسبوک پاڼه طالبانو ته په اشارې لیکلي چې دولت د جهل او وحشت د لښکر پر وړاندې درېږي او له ټولو امکاناتو او سرچینو څخه په استفاده د دغه یرغل پر وړاندې د ملي مقاومت ملاتړ کوي.

صالح دا خبرې په داسې حال کې لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په جنوب او جنوب لوېدیځ کې د کندهار، هلمند، هرات، زابل او اروزګان په شمول څو ولایتونه د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د هرات نامتو قوماندان محمد اسماعیل خان هم نن غرمه طالبانو ته تسلیم شو او ویل کیږي چې نوموړی له څه خبرو نه وروسته خپل کور ته ولېږل شو.

د کابل ښاریان اندېښنه لري چې که د حکومت د جیګپوړو چارواکو تر منځ د قدرت د ساتلو او تسلیمولو په سر اختلاف رامنځته شي، ښایي چې ستونزې او مرګ ژوبله رامنځته شي.

اخوا ځینې نه تایید شوي راپورونه وایي چې ښایي ولسمشر غني په را روانو څو ساعتونو کې استعفا ته اړ کړای شي، او د هغو امریکایي او برتانوي ځواکونو چې یادو هېوادونو یې کابل ته د راتګ خبر ورکړی، هدف دا دی چې په پلازمېنه د طالبانو د برید او په نتیجه کې یې د ګډوډۍ د رامنځته کېدلو مخه ونیسي.

2 COMMENTS

  1. صالحه ستا دا فاصد ، قاتل ،ظالم ، اجیر ، سیکولر ده کفراوالحاد ملاتړی دولت هیڅوک ملاتړی ندی. نن ستاسو ده ظلمونو بی عدالیتو ژبنیو او قومی تبعیز تعصوبونو وو په مقابل کی داملت پورته شوی. تاسو مفصدین او مرتدین یی مخه نشی نیولی. ستاټانګونه ،طیاری، ډالر او امپراطور ملاتړیو سره سره موده مدرسی طالب رانسکوروی ځکه چی دوی سره ده خدایی نسرت دی ملت دی. وحدت. او ایمان او ده وطن مینه ده. ډیرزربه دی په پلخوشتی کی راوزړوی ده نجیب او نورو ګوډاګیو په څیر.

  2. اوس دکابل دخلکو او نیکمردانو وار دی چه کابل د سی آی ای او هندوانو له اجیرانو نه پاک کړی.
    اوس دملت او اسلام ګټه دا ده چه هغه یو شمیر خرڅ سوی کسان په لیمڅی کی تړلی دهغوی بادارانو ته ژوندی تسلیم کړی چه دوی هم دخپلو خلکو سره یوسی. پاک کابل دی ددوی په مرداره وینه نه مرداروی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب