Homeخبرونهذبیح الله مجاهد: د زابل ولایت مرکز کلات ښار ونیول شو

ذبیح الله مجاهد: د زابل ولایت مرکز کلات ښار ونیول شو

تاند (جمعه، د زمري ۲۲مه) — د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، کندهارته د څېرمه زابل ولایت مرکز کلات ښار یې نیولی دی.

مجاهد دا خبر په خپل ټوېټر اکاونټ خپور کړی او ویلي یې دي چې ملګرو یې د ولایت مهمې ادارې نیولي دي.

د طالبانو ویاند لیکلي، «‎#عاجل: د الفتح عملیاتو په جریان کې د زابل ولایت مرکز کلات ښار هم فتحه شو،»

نوموړي د ټویټ په دوام لیکلي، «په یاد ښار کې د ولایت مقام، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ټول ملحقات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.عسکرو وسله په ځمکه کیښوده او مجاهدینو ته راغلل. ټول وسائط، وسلې او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.»

ویل کیږي چې په دې سره د هغو ولایتونو شمېر ۱۷ ته ورسېد چې تر اوسه د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...