سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد هرات مشهور قوماندان اسماعیل خان طالبانو ته تسلیم شو

د هرات مشهور قوماندان اسماعیل خان طالبانو ته تسلیم شو

تاند (جمعه،‌ د زمري ۲۲مه) – په هرات کې د جمعیت ګوند پخوانی مشهور قوماندان ستر جنرال محمد اسماعیل خان له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه خپاره شوي چې ښاغلی اسماعیل خان له طالبانو سره یو ځای ښیي. په یوه عکس کې نوموړی د طالبانو تر منځ ناست دی، په بل عکس کې چې طالبان اطاق ته ورننوتي هم نوموړی ورسره یو ځای ولاړ لیدل کیږي.

دغه راز، طالبانو له هغه سره تازه د څو ثانیو یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې وایي ناڅاپه ونیول شو.

د اسماعیل خان تازه ویډیو 

تېره شپه ناوخته، تاند داسې خبرونه ترلاسه کړل چې ښاغلی خان د هرات ولایت له سقوط نه ووروسته د ظفر قول اردو مقر ته لاړ.

د طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي په ټوېټر لیکلي چې اسماعیل خان، د کورنیو چارو وزارت مرستیال او د ملي امنیت رییس له طالبانو سره یوځای شوي دي.‌

د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي مفتش (سیګار) وړم کال داسې راپور خپور کړ چې ستر جنرال محمد اسماعیل خان په افغانستان باندې د ائتلافي ځواکونو له یرغل څخه وروسته د نژدې درې زره میلیونو ډالرو پانګه ټوله کړې ده.

اسماعیل خان پخپله کوچنۍ مرکه کې ویلي دي چې هیله لري له هغه او نورو کسانو سره ښه چلند وشي. په ټولنیزو رسنیو پښتنو فعالانو هم له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د اسماعیل خان د سپین ږیرتوب او د قومي حساسیتونو په پام کې نیولو سره دې د هغه احترام وکړي.

9 COMMENTS

  1. اسمعیل خان مشر سړی دی او افغانان ورته په درنه سترګه ګوري ښه ده چی احترام او درنښت یی وشی

  2. اسماعیل خان یو قاتل چورکوونکۍ او د اجنبیانو غلام دی ددی ملی خائينینو مخ او څټ هیڅ وخت ثابت ندی کومی خواته چی د افغان ملت قاتلانو تله درنده شی هماغی خواته ځغلی ، همدائي علت دی چی اشرف غنی لاسپوڅۍ او دده دا ټوله حلقه د اجنبیانو په خدمت کښی مشغول دی امریکا بی ځایه پدی قاتلو ملی خائينینو بی هدفه ملیارده ډالرونه ندی مصرف کړی او بی له مردوده هدفه او پلان به ئي هیڅکله په داسی نیرنګی سره دا ټول ملی خائينین متحد نه وای سره ساتلی ، دا ملی خائين چی سپین ګیرۍ دی باید پدی اخیری عمر کښی به ئي د افغانیت خصلت خپل کړۍ وای اما دا ددوی په تربیه کښی شتون نلری !!! افغان ملت باندی اجنبیانو غلامانو د کور کالی او ډوډۍ په فریبی شعارونو تباهی رامینځته کړه او وروسته ددی بیمارو څخه نوره د مذهب او جهاد بیمارانو د اجنبیانو له خوا راپیداکړۍ شول او افغان ملت تباهی باندی ناستومانه لا تر اوسه لګیا دی ، اصلی جهاد افغان ملت کړۍ دی او دی غیرتی ملت د افغانستان استقلال ، خاوری تمامیت لپاره ستری قربانی ورکړی دی او دا اوس هم دوام لری اما د اجنبیانو تبلیغاتو قوت سره د افغان ملت جهاد مسلسل تر پښو لاندی شوۍ او کیږی ، دا ټول قاتل کمونیستان ، تنظیمونه ، طالبان او تربیه شوی دیموکراتان د اجنبیانو کوکریان دی او د افغان ملتحقیقی دوښمنان دی ددوی ریشی به له مینځه ځی او افغان غیرتی ملت به بیا په خپله خاوره کښی د خپل مذهب ، کلتور او عنعنو لاندی د ورورګلوی ژوند به تر لاسه کوی دا ورځ راتلوونکی دی !!!!!

  3. کریم جانه ستا خو همایوني خوښيږي خو هغوی جاهل د انسیست اولاده اوسر ګمه جاهلان دي !

  4. سلامونه،
    اول خو ما اورېدلي چې دا ایسماعيل خان مان نه دی! د شين ډڼډ د چلوانو یا جټانو له جملې دی چې د خلقیانو په اوایلو میاستو کښې ېې د ایراني جاسوس په حیث د ۲۰ زره هراتیانو د شهادت ؛او بیا د جمعیتیانو سر ګروپ په شکل ډېر پښتانه ء هراتیان او جوار ولایتونو څخه شهیدان کړي ؛ بیکوره کړي … او د آب و برق د زړو ایراني جنریټرونو افسانې ې خو به ېې کرزي بابا ته هم یادې وي!!!
    نو اوس که طلبه ءې کرام اصلي مسلمانان او افغانان وي او حقيقي اسلام پلې کول غواړي د داسې منافقینو په ابن الوقت توب دې نه تیر وځي! او حقوق العباد او حقوق الله دې پرې ،په مناسب وخت کښې پرې جاري کړي ، او که نه لکه د لستوڼي ماران د دشت لیلي او کلای جنګي او له هغه مخکې او وروسته فسادات به تکرار شي.
    والله اعلم بالصواب.
    وما علینا الا البلاغ!.

  5. افغانستان دارالعجائب والغرائب دئ او لمر ئې پر سترګو جادوئی اغیزی لری؛
    د لندن او پنجاب کثیف مزدوران یا په بله ژبه د دریمی سقاوی وارداتی مزدوران ( د کلکانی سقاوی، د ملاعمر سقاوی، د ملا برادر سقاوی ) همدارنګه د میلونونو ډالرو اختلاس کوونکی زموږ تر سترګو د نجات فرشتې ایسی.

  6. سلام
    څه سلوک وکړم
    سلطان محمود غزنوی ۹۹۸-۱۰۳۰ م دیوه عالم سمعون الواعظ ۱۰۲۹ م څخه پوښتنه وکړه چې زه درعایاو سره څه سلوک وکړم ؟وې وېل هغه وکړه چې دالله ج څخه تمه لرې.
    وایی چې تورن اسماعیل په لومړی سر کې چپی وه . والله اعلم . دتبصره کوونکو نظر داحترام وړ دی او زه باور لرم هدف له تبصرې څخه د هېواد ملی ګټې،دخاورې تمامیت ، استقلال او خپلواکی ده نه کوم بل شی. په اسلامی اصولو کې تورن باید خپله جزا ووینی ؛ خو په فرهنګی لحاظ اسماعیل بیا په لاف او باټ کې له خپل اهلیت او کفایت دکرزی د حکومت له فساده هم اوړی دا دقضیې بل اړخ دی چې له بده مرغه زموږ فرهنګ کې یوشمېر نور ټپوسان ورته تاریخ لری او اوږد بحث دی.
    موږ باید د افغانستان برخلیک ،سوکالی، امن او ملی فرهنګ ته به کتو سره افغانستان د جاپان سره دخپلواکی دهمزولیتوب په کچه مقایسه کړو او دراتلونکی به هکله سوچ وکړو. په مرده او زنده باد څه نه کیږی داولس سمې لارې ته ښودل غواړی. خورد ضابط ګلم جم ډېر غړمبیږی زړه یی لایخ نه دی لکه د ناتو کولکی اماتور شتولتن بیرګ .

  7. پتنګ جانه دا که همایونی جاهل او د انګلیس اولاده دی بیا هم دده جهلتوب د طالبانو وحشیانو او وطن پلورونکیو او د پسترینو انګلیس غلامو غلامانو پنجابی پاکستانیانو غلامانو څخه بهتری لری او همدی غلامو غلامانو د سلاح جمع کولو سبوتاج څخه وروسته همدی زیاتره وحشیانو او د غلام غلامیانو د عوامو فریبی لپاره ځانونه د همدی همایون لښکر معرفی کول او ددوی دا د فریبی دروغګوئي په ملت کښی تیت شوی وه ، پتنګ جانه نپوهیږم چی ګیره به لری اوکه د شورای نظار په شان بی ګیری ملا ئي ؟ که ږیره لری نو لږ څه د خپلی ږیری حیا هم وساته او د افغانانو کلتور خپل کړه !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب