سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د جګړې شدت او د ملګرو ملتونو اندېښنه

افغانستان کې د جګړې شدت او د ملګرو ملتونو اندېښنه

تاند (جمعه، د اسد ۲۲) ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې پر زیاتوالي او د عامو خلکو پر بې ځایه کېدو اندېښنه ښودلې

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په نیویارک کې رسنیو ته د خبرو پرمهال ویلي، چې دوی هیله من دي چې روانه اوونۍ په دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو او همدارنګه د سیمه ییزو او نړیوالو استازو په ګډون په خبرو کې د بحث او خبرو اترو له لارې د جګړې د ختمېدو لپاره توافق ته لار پرانیستل شي.

نوموړي وویل، دوی په دوحه کې له طالبانو سره په خبرو بوخت دي او اوس هم باور لري، چې د سیاسي حل لاره موجوده ده.

د دوجاریک په وینا، دا په دې معنی نه ده چې هغوی د هغه څه په اړه چې په افغانستان کې روان دي پټې سترګې دي.

ملګري ملتونه وایي ګڼ شمېر خلکو له جګړو څخه د خوندي‌ پاتې کېدو په هدف کابل او نورو سترو ښارونو ته مخه کړې ده او اوسمهال ۱۸.۴ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه زیاتوي، چې یوازې سږ کال ۳۹۰ زره کسان بیځایه شوي دي.

سرچینه وایي چې بشري مرستندویه سازمانونه به په افغانستان کې خپل کار ته دوام ورکړي.

ملګري ملتونه داسې مهال دا اندېښنه ښيي، چې اوس هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې طالبان او افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي

د دې جګړو له امله په زیات شمېر کورنۍ په دې هڅه کې دي چې خوندي سیمو ته ځانونه ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب