سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت: بغلان کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی...

برېښنا شرکت: بغلان کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا مزی پرې شو

تاند( جمعه، د اسد ۲۲) د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایي، چې د بغلان ولايت د خنجانو په ولسوالۍ کې د جګړې له امله د وارداتي برېښنا يو مزى پرې شوى دى.

یاد شرکت په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې دا پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې او ۲۲ دقيقې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې د بغلان ولايت د خنجانو ولسوالۍ د ګزان په سيمه کې د جګړې پرمهال د برېښنا مزي پر مرميو لګیدلي او له همدې امله د وارداتي برېښنا جريان قطع شوى دى.

سرچینه زیاتوي، چې د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ ټيم هڅه کوي چې د جګړې په پاى ته رسېدو او د امنيتي حالت په ښه کېدو سره سيمې ته لاړ شي او د برېښنا پرې شوى مزى بيرته ترميم او وتړي.

د دې مزي له پرې کېدو سره سم له تېرې شپې راهیسې د هېواد یو شمېر ولایتونه له برېښنا بې برخې دي.

عام خلک هیله لري، چې د جګړې ښکېل لوري به جګړه بنده او د بریښنا شرکت کارکوونکو ته د لین د مزي د تړلو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې په بغلان ولایت کې اوس هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

له بغلان ور اخوا په هرات، کندهار، بادغیس او غزني ولایتونو کې هم سختې نښتې روانې دي او طالبانو حکومتي ودانۍ نیولي دي.

طالبانو په یوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار له سقوط سره یې د لاسته ورغلو ولایتونو شمېر ۱۴ ته ورسېده. دوی زیاته کړې، چې وروستي هدف ته تر رسیدو سره خپل وړاندې تګ ته ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب