سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Home+د تاریخ تکرار؟ / احمد نوید نورمل، برکت الله رحمتي

د تاریخ تکرار؟ / احمد نوید نورمل، برکت الله رحمتي

په افغانستان کې وروستیو امنیتي پرمختګونو او د جګړې بې ساري زیاتوالي، خلکو ته د هغوی او د هیواد د راتلونکي په اړه جدي اندیښنې راولاړې کړې دي. د عامه اندیښنو د مخنیوني لپاره، حکومت ته په کار ده چې په امنیتي سکټور او د بهرني پالیسۍ په برخه کې غښتلي او اغیزمن اقدامات سرته ورسوي.

دا مقاله هڅه کوي ځینې مهم شاخصونه چې ګواښي د افغانستان راتلونکي امنیتي-سیاسي وضعیت څرګند کړي، په ګوته کړي.

الف. د بهرنیو امنیتي ځواکونو وتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومتي چارواکو په وینا، له افغانستان څخه د بهرنیو امنیتي ځواکونو وتل د وړاندوینې وړ و. خو د دې وتلو پایلې، چې اوس یې په لویه کچه پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اغیزه کړې، د حکومت ناچمتوالۍ د دې وضعیت د مدیریت په اړه ښیې.

سربیره پر دې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وړاندوینه شوې وه، خو په دومره لنډ او بیړني وخت کې د وتلو بهیر د افغان حکومت له خوا نه و اټکل شوی، او نه هم افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چمتو ول چې ددې وتلو تشه ډکه کړي. حتی د افغانستان په بهرنۍ پالیسۍ کې هم د اړین لابینګ په برخه کې لازم اقدامات او چمتوالۍ شتون نه درلود. د بیلګی په توګه، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په داسې وخت کې له برتانیې څخه لیدنه وکړه چې د برتانیا د دفاع وزیر د طالبانو په ګډون له راتلونکي افغان حکومت سره د کار کولو په اړه دوه اونۍ مخکې خبرې کړې وې.

بې له شکه، د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغان حکومت سره د موافقې پر ځای، تر ډیره حده د امریکا او د یوې تروریستي ډلې د موافقې پر اساس تر سره شو. په دې اړه د ولسمشر غني څرګندونې چې ښایي بهرنیو ځواکونه یې د افغانستان څخه ایستلی دي، له سختو غبرګونونو سره مخ شو. حتی د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش هم له افغانستان څخه د بهرنیو امنیتي ځواکونو وتل له وخت څخه مخکې وبلل.

د بهرنیو ځواکونو وتل نه یوازې د دې ځواکونو لپاره ویاړ نه و، بلکې د ډیرو افغانانو د ژوند او د وینو په قیمت تمام شو. سره له دې چې متحده ایالاتو او د ناټو ځواکونه هڅه کوي چې د افغانستان د شلو کلنو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره خپل ملاتړ وښيي، خو د ملکي تلفاتو وروستي پیښې او د عمومي وضعیت خرابوالۍ، د بهرنیو امنیتی ځواکونو د بیړني وتلو د پایلې مسئولیت نه کموي. د متحده ایالاتو پخوانۍ ولسمشر جورج بوش او د دې هیواد یو شمیر جنرالانو او دفاعي او امنیتي چارواکو هم د وتلو د تیاره او ویرونکي پایلو په اړه خبردارۍ ورکړی و.

ب.  د طالبانو وروستي پرمختګونه د جګړې په ډګر کې

تاوتریخوالی په چټکۍ سره زیات شوی. د شپږو ولایتونو د مرکز په ګډون ځینې سیمې او ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویدلي چې دا د رهبرۍ کمزوري څرګندوي. پدې وروستیو کې، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، له بي­بي­سي او سکای نیوز سره په یوه مرکه کې، د دغو سیمو د دفاع او بیرته نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو د چمتوالي په هکله خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې زرنج د نیمروز ولایت ښار ددې خبرو نه وروسته د طالبانو لاس ته لویدلی او د ولسوالیو او حتی مختلفو ولایتونو د سقوط امکانات لا هم شتون لري.

د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګ د دریو لاندو ټکو پایله ده:

  • د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې پیاوړې همغږي تر دې دمه نده رامینځته شوې او یا دا چې د دې لیکو د رهبرۍ په سټایل کې باید بنسټیز بدلون راشي. که څه هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونو په رهبرۍ کې په دې وروستیو میاشتو کې یو لړ بدلونونه راغلي، خو د جګړې په ډګر کې د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي. وروستی بدلونونه ممکن پخوانۍ ستونزې یو څه راکمې کړي، خو د پیاوړي رهبرۍ نشتون، د اکمالاتو نشتون او همدا رنګه د جګړې د زیاتیدو او شدت له امله، افغان ځواکونه به لاهم د دې وړتیا ونلري چې د اوږدې مودې لپاره د دښمن سره مقاومت وکړي.
  • د سنوبال تیوري له مخې، د افغانستان په بیلابیلو ولسوالیو کې د طالبانو ګړندی پرمختګ او د نیمروز ولایت مرکز زرنج سقوط بی له کوم مقاومت څخه، ویره راپورته کوي چې ممکن نور ښارونه هم سقوط وکړي.
  • که څه هم د جګړې په ډګر کې د طالبانو پرمختګ، د افغان حکومت مدیریتي ننګونې په ګوته کوي، خو حکومت وايي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د سیمو ستراتیژیک اهمیت په لویه کچه کې، کم دی. مګر مهم ټکی دا دی چې دا پرمختګونه د مذاکراتو په میز او د جګړې په ډګر کې د طالبانو په چلند باندې جدي اغیزه کړې، او هغوی ته یې زړورتیا یا غرور ورکړی. دا چې دا غرور یا زړورتیا دروغ او یا ریښتینی دی بیله خبره ده، خو اوس ویره دا ده چې داسې یو چلند، یوې احتمالي موافقې ته رسیدل خورا ستونزمن کوي.

ج. محلي ځواکونه:

د تاوتریخوالي ډیریدو او د مختلفو ولسوالیو سقوط سره، محلي وګړو د جمهوري نظام د دفاع لپاره راپورته شوي. دا چې حکومت  د دې ځواکونو ملاتړ کوي او که نه؛ پر دې باندې مختلف نظرونه شتون لري. مګر په سیمه ایزه او محلي کچه کې د دې ځواکونو راڅرګندیدل د طالبانو پروړاندې د افغان ولس ریښتینی احساس او کرکه څرګندوي. ننۍ افغانستان، د شلو کلونو مخکې افغانستان نه دی، او چا چې د طالبانو په رژیم کې یوه شپه هم تیره کړې وي، له طالبانو او طالباني رژیم څخه کرکه کوي. ډیری افغانان داسې فکر کوي چې د طالبانو پر وړاندې سقوط، د شلو کلونو ټولنیز او اقتصادي پرمختګونو ضایعه ده.

که څه هم په محلي کچه، د وګړو لخوا د محلي ځواکونو راڅرګندیدل د خلکو ریښتینی احساس بیانوي، خو د حکومت د ضعف نښه ده.‌ په لوی لیدلوري کې، د محلي ځواکونو راڅرګندیدل او پیاوړتیا دا په ګوته کوي چې حکومت ممکن په راتلونکي کې د هیواد په بیلابیلو برخو کې د محلي قدرتونو د مدیریت لپاره د ستونزو سره مخ شي. که څه هم د ولسمشرۍ د چارو د ادارې مشر ډاکټر فضل فضلي د محلي ځواکونو د همغږۍ په هکله د امنیتی او دفاعي ځواکونه د چتر لاندې یادونه کړې وه خو عملي نښې یې لا تر اوسه نه دي لیدل شوي. په ورته وخت کې، په هغو سیمو کې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا ساتل کیدل او اوس محلي ځواکونه هلته مقاومت کوي د همغږۍ بهیر ستونزمن دی.

یوه خبره واضح ده چې د افغانستان خلک د جګړې څخه ستړي دي او په هر قیمت سوله غواړي، خو داسې سوله چې وکولای شي د دوی د ارزښتونو سره سم او پایله یې با عزته او دوامداره سوله وي. د افغانستان نوی نسل دې ته چمتو نه دی چې هغه ارزښتونه او لاسته راوړنې یې چې په تیرو شلو کلونو کې د زرګونو شهیدانو د پاکې وینې په بدل که لاس ته راوړي دي په یوه شپه داسې یوې ډلې ته وسپارې چې دا ارزښتونه نه یوازې نه مني او ورته معنی نه لري بلکې ورسره پردي هم دي.

د. سیمه اییز او نړیوال شریکان ،

لکه څنګه چې د برتانیا د دفاع وزیر په راتلونکي کې د طالبانو له احتمالي حکومت سره د همکارۍ لپاره د خپل حکومت د چمتووالي په اړه خبرې وکړې، د سیمې نورو هیوادونو هم له طالبانو سره د ارتباط لارې پرانیستي دي. هند چې په سیمه کې یوازینۍ هیواد و چې د دې ډلې سره د تماس لپاره کومه علاقه نه درلوده، اوس یې له دې ډلې سره د تماس دروازه خلاصه کړې. همدارنګه چین، هغه هیواد چې د نړۍ په ټولو برخو کې د مشروع او مرکزي حکومتونو ملاتړ کوي، په افغانستان کې د یوې تروریستي ډلې لپاره سره غالۍ خپروي او په رسمي ډول د طالبانو ډلې هرکلی د یوې مشروع حکومت په کچه کوي.

طالبان فکر کوي چې د نظامي بري له لارې کولی شي د سیمې هیوادونو او لویو قدرتونو لکه روسیه او چین څخه مشروعیت لاس ته راوړي، د جګړې په ډګر کې پر نظامی فشار تاکید لري. تر اوسه د افغانستان هیڅ سیمه اییز او نړیوال شریک په افغانستان کې د طالبانو ظلمونو او جنایاتو ته جدي سیاسي، نظامي یا ډیپلوماتیک غبرګون نه دی ښودلی. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چې په دې وروستیو کې د بهرني سیاست د پر مخ بیولو پرځای په اداري او کونسلي اصلاحاتو بوخت دی مسئولیت لري چې د ډیپلماټانو او لابیستانو له لارې په دې حساسو او سختو شرایطو کې د افغانانو د مشروع غوښتنو دفاع او ساتنه وکړي.

څرنګه چې د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمې او هیوادونو پالیسي د دوی په ملي او سیمه­اییزو ګټو پورې اړه لري، د سیمې بیلابیلو پلازمینو ته د طالبانو بلنه ښیې چې دوی په افغانستان کې د قانونی او مشروع حاکمیت پیاوړي کولو لپاره په خپله اراده کې مخلص نه دي او دمخه یې له طالبانو سره د خپلو موافقو په اړه خبرې کړي دي. خو مهمه مسئله دا ده چې طالبانو په خپل کورني یا بهرني سیاست کې کوم بدلون نه دی راوستی او د دې ډلې د نه بدلېدو ډیری مثالونه هره ورځ د با اعتباره  نړیوالو چارواکو، نهادونو، رسمي رسنیو او ټولنیزو شبکو له خوا شریک کیږي.

هـ . د سولې بهیر

د سولې بهیر د څرنګوالي په اړه بحث یو جلا تفصیل ته اړتیا لري، مګر په دې تحلیل کې یو ځل بیا تاکید کیږي چې د افغانستان د شخړې د حل لپاره نظامي لاره شتون نلري. که دا ډول د حل لاره شتون درلود، تر نن ورځ بی یې نتیجه ورکوله. که چیرې نن د افغان حکومت او د طالبانو ډله د سولې خبرو ته لیوالتیا لري، دا په دې معنی ده چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت او د طالبانو ډله دواړه دې پایلې ته رسیدلي چې دوی نشي کولی جګړه په نظامي توګه پای ته ورسوي او یوازینۍ لاره د خبرو اترو ده. دې ته په پام سره چې د خبرواترو پر میز باندې تر دې دمه کومه څرګند پرمختګ نه دی شوی، یوه دلیل یې دا دی چې دواړه خواوې یا په ځانګړي ډول د طالبانو ډله لاهم فکر کوي چې په نظامي ډګر کې بریا ترلاسه کولی شي او له بلې خوا د خبرو اترو میز د لارې څخه خپل مشروعیت او پراخ دیپلوماتیک موخې ته رسیږي.

د یادونې وړ ده چې په دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمینځ د هوکړې، او د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د خبرو اترو له پیل وروسته، د خبرو لاره تل خلاصه پاتې شوې ده او مذاکره کوونکي پلاوي تل یو بل سره په تماس کې وو، خو تر اوسه هم کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.

ډیری دلایل شتون لري چې د خبرو اترو بهیر ننګوي. لومړی دا چې طالبان فکر کوي چې له افغانستان څخه د بهرنیو امنیتي ځواکونو په وتلو سره، دوی کولی شي په نظامي لحاظ بریالي شي او ددوی ځمکني او نظامي پرمختګ به د دوی د پیژندنې او مشروعیت لامل شي. له بلې خوا، د پاکستان پوځ، چې د طالبانو لوی ملاتړی دی، د خپلو عامه څرګندونو پرخلاف، لاهم په دې باور دي چې په افغانستان کې د طالبانو نظامي بریا، د پاکستان د بهرني سیاست د ستراتيژیکو موخو د لاسته راوړلو لپاره لاره برابروي.  دا چې پاکستان خپل نفوذ پر طالبانو د سولې د بهیر د چټکټیا لپاره نه کاروي، هم د پام وړ خبره ده.

په سیمه کې د مختلفو پلتفارمونو رامینځته کول او دې پلتفارمونو ته د مختلفو افغان سیاستوالو او طالبانو ته بلنه ورکول د دې لامل شوې چې د خبرو اترو میز ته د هر پرمختګ وروسته، خبرې بیرته خپل اول ځای ته راشي. دا د خبرو اترو په بهیر کې هغه تاکتیکونه دي چې طالبان یې د وخت د اخیستلو په موخه کاروي او د وخت په اخیستلو سره په نظامي فشارونو باندې ډیر تمرکز کوي. د دې لپاره چې د جمهوریت په لیکه  کې پراخه سیاسي همغږي او یووالي رامینځته شي او جمهوریت د طالبانو لخوا د خبرو اترو له دې تاکتیکي جال څخه وژغورل شي، د ارزښتونو ساتلو لپاره د ملي اجماع رامینځته کول د اهمیت وړ دی او باید ورته عملي او د پام وړ اقدامات ترسره شي.

طالبانو پخوا او اوس هم په سمبولیزم ډیر باور لري. په کابل کې د اریانا په څلورلاري کې د ډاکټر نجیب الله ځړول، چیرته چې هغه د پاکستان پرضد جګړه اعلان کړې وه؛ په ورته ډول، د کندهار ولایت د سپین بولدک بندر له سقوط وروسته، د جنرال عبدالرازق پر کور برید او د شبرغان ښار د نیولو وروسته د مارشال دوستم پر مانۍ برید او د هغه د پوځي یونیفورم اغوستل ټولو سیاستوالو لپاره د خطر زنګ دی.که د کفن په اغوستلو سره د فاریاب د نوي والي د ټاکلو پروړاندې وروستی مقاومت  غوندې د طالبانو پر وړاندې هم مخالفت او مقاومت کیدای نو شاید هغه نظامي یونیفورم به نن پر ځای و.

لیدل کیږي چې ځینې سیاستوال، مشران او ن‍ظامي کدرونه د ګټو له امله ګوښه او یا بې برخې شوي چې متاسفانه د جګړې په ډګر کې د سرتیرو د رهبرۍ د نشتوالي له امله زمونږ د سرتیرو د وینو په قیمت تمامیږي.‌  د دې ټولو نیمګړتیاو سره سره، جمهوریت یوازینۍ چتر ده چیرې چې ټول وګړي کولی شي خپل ځان پکښې وویني. د ټولو ستونزو سربیره،‌ جمهوریت، د افغانستان د مختلفو رنګونو هینداره ده.‌ او که په دې هینداره کې کوم ماتۍ لیدل کیږي باید د هغې د جوړښت لپاره سر یو موټۍ شو، نه د ړنګولو لپاره یی.

په دغه ستونزمنو شرایطو کې، د افغانستان ولسمشر یو تاریخي مسؤلیت لري چې داسې یو مشارکتي سیستم د سیاستوالو د معقول او ریښتیني اهدافو لپاره چمتو کړي چیرې چې د جمهوریت تر چتر لاندې دغه سیاستوال وکولی شي د خلکو د ګټو دفاع وکړي. ددې فرصت د برابرولو لپاره یوه پراخه سیاسي لیدلوري ته چې د ډلېیز ګټو نه پورته وي، اړتیا ده.  له بلې خوا، د هیواد سیاستوال او مشران هم دا مکلفیت او دنده لري چې د خپلو ځانګړو موقفونو په کارولو سره د اوسني شرایطو د بدلولو او د خلکو د پراخو ګټو لپاره کار وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب