دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهامریکا دا ګنګوسه رد کړه چې ګنې له ولسمشر غني څخه یې...

امریکا دا ګنګوسه رد کړه چې ګنې له ولسمشر غني څخه یې د واک د پرېښودو غوښتنه کړې

تاند (جمعه د اسد ۲۲) امریکا هغه ګنګوسې رد کړې چې ګوندې د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو نن شپه له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې له دندې استعفا وکړي څو طالبان شپږ میاشتنی اوربند وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا له ولسمشر غني څخه د استعفا غوښتنه نه ده کړې او خپاره راپورونه یې بې اساسه وبلل.

دغه وزارت زیاته کړې، په دې هکله افغانان په خپله د پرېکړې کولو صلاحیت لري چې څوک یې هېواد رهبري کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي‌ چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان دوه ورځې مخکې خبریالانو ته وویل، طالبانو ورته ویلي تر هغه چې محمد اشرف غني د افغانستان ولسمشر وي هغوی د سولې خبرو ته تیار نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوئید آسټن د پنجشنبې په ورځ له ولسمشر غني‌ سره په ټلیفون خبري ‌وکړې.

په اعلامیه کې راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ښاغلي‌ غني سره په دې ټلفوني مکالمه کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د طالبانو د تاوتریخوالو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره ودریږي.

د سرچینې په خبره، بلینګن او آسټن ولسمشر غني ته خبر ورکړ چې د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو، امریکا په هغه هیواد کې خپل ملکي کارکوونکي کموي، خو له افغانستان سره به پیاوړي ډیپلوماټیک روابط ساتي.

په همدې حال کې امریکا او بریتانیا خبر ورکړی چې په فوري ډول افغانستان ته ۳ زره او ۶۰۰ سرتېري لېږي.

امریکا او بریتانیا کابل ته ۳۶۰۰ سرتېري رالیږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب