سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبانو د کندهار او هلمند ولایتونو مرکزونه ونیول

طالبانو د کندهار او هلمند ولایتونو مرکزونه ونیول

تاند (جمعه د اسد ۲۲) د افغانستان په جنوب کې د کندهار او هلمند ولایتونو مرکزونه کندهار او لښکرګاه ښارونه د طالبانو لاس ته ورغلل.

له کندهار ښار څخه یوه ځایي اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل چې د کندهار ښار یوازې هوایي ډګر له حکومتي ځواکونو سره پاتې دی، او لښکرګاه ټوله د طالبانو له خوا نیول شوې ده.

دغه راز، په وټس آپ کې د «کلبه اطلاعات» په نامه ګروپ چې د افغانستان د حکومت مهم کسان هم په کې غړي دي، د کندهار د سقوط خبر خپور کړ.

کندهار د افغانستان د سیاسي نظامونو مرکز دی چې له هلمند سره څنګ په څنګ یې د طالبانو د بریدونو پر وړاندې ډېرې ورځې مقاومت وکړ.

دغه ښار د طالبانو د واکمنۍ په وروستیو کې هم له دې سره سره چې د نړۍ وال ائتلاف تر ملاتړ لاندې پخوانۍ شمال ټلوالې او ځایي ملېشو نژدې ټول ولایتونه نیولي وو،‌ له څلوېښتو ورځو نه ډېر مقاومت وکړ.

پر کندهار او لښکرګاه سربېره طالبانو تېره شپه د اروزګان مرکز ترینکوټ، د غور مرکز فیروزکوه او د بادغیس مرکز قلعه نو هم نیولي دي. په دې توګه په شاوخوا یوه اوونۍ کې د طالبانو لاس ته د ورغلیو ولایتي مرکزونو شمېر ۱۶ ته ورسېد.

ویل کیږي چې په افغانستان کې وروستي بدلونونه د متحده ایالاتو، طالبانو او د افغانستان د حکومت د مشرانو تر منځ د جوړجاړي په نتیجه کې روان دي او امریکایي چارواکو له ولسمشر غني نه د استعفا غوښتنه کړې چې د موقت حکومت لپاره لاره هواره شي، لاکن غني تېره ورځ په یوه غونډه کې د وینا پر وخت د جوړجاړي خبره رد کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب