سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهافراسیاب خټک: د افسوس خبره ده چې نړۍ والو افغانستان لېوانو ته...

افراسیاب خټک: د افسوس خبره ده چې نړۍ والو افغانستان لېوانو ته وغورځاوه

تاند (جمعه د اسد ۲۲) مشهور پښتون سیاستوال افراسیاب خټک په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو خواشيني څرګنده کړه.

ښاغلي خټک بېګا ماښام په فیسبوک خپرېدونکي یوه ژوندي پروګرام کې وویل چې په وروستیو سلو کالونو کې دا درېیم ځل دی چې په افغانستان کې مرکزي ریاستي نظام له منځه وړل کیږي.

هغه وویل، لومړی ځل د امان الله خان نظام د یوې توطیې ښکار شو، بیا په ۱۹۹۲ کې د ډاکتر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د افغانستان نظام ړنګ شو، او اوس یو ځل بیا د افغانستان نظام ورانول کیږي.

د عوامي نېشنل ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ مشر وویل چې طالبان له پاکستان نه ورځي او وسلې او پروګرامونه پاکستان ورکوي.

نوموړي په افغانستان کې په روان بشري ناورین او د ملګرو ملتونو او نړۍ والو موسسو له خوا له بې ځایه شویو افغانانو سره د مرستو نه کېدل وغندل او ویې ویل چې مونږ له افغانانو سره یو، له افغانستان سره یو، د افغانستان ارضي تمامیت سره یو او تر هغه پورې به یو چې زمونږ افغان ورونه له دې ستونزو نه راوځي.‌

افراسیاب خټک وویل چې نړۍ افغانان د ترهګرۍ منځ ته ور وغورځول او خبرداری یې ورکړ چې نړۍ به هم له دغه حالت نه بچه پاتې نشي او هغه د دې لپاره په تېر وخت کې د نړۍ په څلورو لویو وچو کې د ترهګریزو حملو یادونه وکړه.

خټک وویل چې نړۍ د دې لپاره له افغانستان سره دا لوبه وکړه چې لوېدیځ غواړي زمونږ له سیمې نه د سړې جګړې ډګر جوړ کړي او دا ځل له چین سره ښکر اړم کړي، او غوښتنه یې وکړه چې زمونږ له خاورې او خلکو نه دې د جنګ د وسایلو په توګه کار نه اخیستل کیږي.‌

نوموړي وویل چې افغان او افغانستان په سیمه باندې د سکندر، مغول، چنګېز، انګرېز او نورو له یرغلونو سره مقاومت وکړ او ټولو ته یې ماته ورکړه او بیا به هم خپله مېړانه ثابتوي.

د خټک د وینا ویډیو: https://www.facebook.com/watch/live/?v=406522854142880&ref=watch_permalink

ښاغلي خټک وغوښتل چې نړۍ وال دې ژر تر ژره د افغانستان د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي، د امنیت شورا عاجله غونډه دې وشي او د افغانستان لپاره دې په نړۍ واله سطحه بندوبست وکړي.‌

د پښتنو دغه مشر د افغانستان له ګاونډیانو نه هم وغوښتل چې له افغانانو سره انساني چلند وکړي، د دښمنۍ چلند دې نه کوي، او د بې کوره شویو افغانانو لپاره دې ځای ورکړي، او زیاته یې کړه چې ګاونډیان چې په دې نه شرمېدل چې خپل خلک یې د جنګ لپاره لېږل، اوس په کار دی چې کډوالو ته ځای ورکړي او د بحران په حلولو کې مرسته وکړي.‌

6 COMMENTS

  1. ما ددی کرا سوی پښتون خبری واوریدی او دهغه دمخ احساسات می ولیدل چه یوه طلاق سوی کس په توګه یی خپله خواشینی ښودله.
    زه دپښوریانو همداسی خرڅسوی کسانو نه بدی خاطری لرم.
    نوری شاید دکرا پیسی باندی کمی سی.

  2. زما پورته خبری د بی بی سی په وینا ولاړی دی. هلته دهغه خبری وګوری. ما دهغه دیوتیوب دانګریزی مصاحبه بیګا کنلی وه او دده په ګلانو باندی ډیر خپه سوی وم.

  3. ثابته، ثابته ده کړه چې پاکوستانی یې، کنې احمق طالب او په یوتوب کې په انګلیسی مصاحبې اورېدل، هغه هم له انترنته پرته. دا اوسنی طالب خو په پښتو هم سم نه پوهېږي، ځکه چې اکثره پنجابیان دي.
    عام متل دی چې وايي.
    چیزې که عوض داره ګله نه داره.
    هرڅه مو چې له لاسه راتلل ومو کړ.
    انشاءالله تور مخونه به مو نور هم تور شي.

  4. فهیم جانه
    زه پوهیږم ځمکه درته سره سوی. تورمخی غله په تیښته دی. دکابل او چارسدی مختوری په زړا دی. اوس هم لا دتوبی دروازه خلاصه ده. خدای ته توبه وکړه.

  5. ثابته دتا په برخه کي داسي فکر چه سر ټيټی به د آ سي سي مخي ته ولاړ وي او جي جي به ورته وايي په کومه برخه چه تاته امر وکړي، او بيا چه مو جي جي خلاس شي تاته يوڅو نوري کلداري په لاس کي درکړي بيا جي جي ووايي او کورته لاړشي ، بيا نو د درواغو او پورو پاګندو ډول غاړي ته واچوي.
    داسي په زوال ، بي ايماني او بي غيرتي ډوډی خپل کورته پيدا کول که د شرم ځای نه نو شرم به څه وي

  6. ملا ثابته، مونږ تر دې سخت اورونه او ترخې ليدلي. پر مونږ ځمکه دومره ژر نه ګرمېږي. فارسی ژبی وایي، اش مردها دېر پخته میشه. د ښارنو نیول خو مو ټول په توطیعو او د جهادي تیکه دارانو په تسلیمیو وکړ. خو ساتل به یې حتمي له پاکستانه د خانګل خولی جوړه کړي. تاسې یوازې د جنګ لرګي یاست. بیا به وګورې چې له تاسو جګړه مارانو سره څه کېږي. لږ صبر پکار دی. د توبو وخت به هم راشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب