سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهامریکا او بریتانیا کابل ته ۳۶۰۰ سرتېري رالیږي

امریکا او بریتانیا کابل ته ۳۶۰۰ سرتېري رالیږي

تاند(جمعه، د اسد ۲۲) د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې په فوری ډول افغانستان ته ۳ زره سرتېري لېږي چې په کابل کې د امریکا له سفارته ځینې کارکوونکي وباسي.

د پینتاګون ویندوی جان کربي پرون / پنجشنبه وویل، د افغانستان په چټکه خرابېدونکي وضعیت ته په کتو به د پوځ او سمندري ځواک دا سرتېري په دوو ورځو کې افغانستان ته ورسېږي چې د کابل په هوايي ډګر کې د امریکا د سفارت د یو شمېر کارکوونکو په ایستلو کې مرسته وکړي.

په کابل کې د امریکا په سفارت کې د کارکوونکو د شمېر د کمولو پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس اعلان کړه. د هغه په وینا د امریکا د سفارت هغه کارکوونکي به وایستل شي چې خپل کار له افغانستانه له دباندې کولی شي.

له بلې خوا د بریتانیا دفاع وزیر بین والېس پرون اعلان وکړ چې هیواد به یې افغانستان ته ۶۰۰ سرتېري واستوي چې په دې هیواد کې له مېشتو بریتانیایانو سره مرسته وکړي.

د بریتانیا د دفاع وزیر په وینا دا سرتېري به په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته ورسېږي.

په کابل کې د بریتانیا د سفارت د کارکوونکو شمېر کم کړای شوی او پاتې پرسونل هغو کسانو ته د وېزې د ورکولو په چارو بوخت دي چې له افغانستانه ژر وتلو ته اړتیا لري.

امریکا او بریتانیا په داسې حال کې افغانستان ته ځواکونه لېږي چې طالبانو په یوه ورځ د ۵ ولایتونو مرکزونه نیولي دي.

ډېری افغانان د طالبانو وروستي پرمختګونه د یوې معاملې برخه بولي.

که څه هم د خلکو د شکونو لپاره کوم څرګند ثبوت نه شته خو دوی وايي چې امریکا د افغانستان د پوځ جګپوړو جنرالانو ته د وېزو وړاندیزونه کړي او هغوی یې هڅولي چې سیمې طالبانو ته وسپاري. د غزني، هرات، کندهار، لښکرګاه، او قلعه نو په نیولو کې طالبان له کوم مقاومت سره مخامخ شوي نه دي. حال دا چې یوه میاشت وړاندې طالبان د کندهار ښار او وروسته د لښکرګاه ښار د ځینو مېنو په لاندې کولو کې له سخت مقاومت او درنو مرګ ژوبلو سره مخامخ شوي وو.

  په عین وخت کې د بریتانیا انډپینډنت ایراني څانګې ادعا کړې چې د امریکا دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو نن شپه له ولسمشر اشرزف غني څخه غوښتي چې له دندې استعفا وکړي څو طالبان شپږ میاشتنی اوربند وکړي.

ښاغلي غني پرون مازدیګر وویل، «ځینې وايي په تېره بیا زموږ ګاونډیان چې که اشرف غني نه وي، هر څه به سم شي او سوله به راشي. زما او ملیونونو افغانانو پوښتنه دا ده چې زما ځایناستی به څوک وي او څنګه به ټاکل کېږي.»

خ د ښاغلي غني اشاره عمران خان ته وه چې په تېرو دوو ورځو کې یې دوه ځلې د طالبانو په نیابت د ولسمشر غني استعفا وغوښته.

6 COMMENTS

  1. do you like to give afghanistan a gift to pakistan,
    ashram ghani want to give progress to afghanistan.
    DO YOU KNOWS,PAKISTAN IS OUR ENEMY, THIS WAY PAKISTAN DON,T LIKE ASHRAF GHANI.
    YOU THINK WHY PAKISTAN DON,T LIKE ASHRAF GHANI
    AFGHANS MUST DEFENSE FROM AFGHANISTAN.RIGHT NOW AFGHANS IN THE WAR WITH PAKISTAN.
    WHERE IS SONS OF AHMAD SHAH BAABAA&MIRWISE HOTAKI,
    THANK YOU

  2. WHY INDIA ARE SLEEP.PAKISTAN DIRECTLY ATTACK ON AFGHANISTAN.
    PAKISTAN HAVE 270 MILLIONS PAPOLATION ALL ATTACK ON AFGHANISTAN,
    AFGHANS ARE ALONE IN THE PLAY YARD,WE SAW WORLD ARE UN ATTENTION TO AFGHANS.
    AMERICA&KHALILZAD GIVE GIFT TO PAKISTAN OUR COUNTRY.
    MANY GOVERNERS AND NATIONAL SECURITY KUMANDAN WITH OUT ANY RESISTANT LEAVE THE PLACE TO TALIBS.,SHAME FOR THAT GOVERNERS,
    DEATH ON PUNJAAB

  3. Dear Raz
    Do you think India is stupid? Afghans were used by westerners and the dirty Indians took opportunity. They don’t care.
    No one cares about Afghans. Enjoy your free handouts.
    Afghans were used and now is the time to dispose them in a trash bin.

  4. Fahim
    I am proud Pashtun and love Ghaznawi and Abdali. Now I know that you must be one of the Afghan namak haram hindus. What would be so offending otherwise to you to become so low.? or are you one who goes to hindu temples for begging?
    I love my countrymen and I am not ashamed of them. remember your parents and then come to your senses.

  5. I prefer Hindus million times better then a fucken and unlettered Terrorist. Fuck those Muslim who kill there innocent countrymen, brothers, destroy their infrastructure, force innocent people to leave their home just to gain power, and let their country go under the control of a sick tyrant like Pakistan. You should be ashamed of calling yourself human. For you people, Islam and name of Pashtun is a business and way of making money. Don’t never ever call yourself Pashtun. I know who the fuck you are

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب