سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهملي امنیت شورا د حمدالله محب د ګوښه کېدو راپورونه رد کړل

ملي امنیت شورا د حمدالله محب د ګوښه کېدو راپورونه رد کړل

تاند (پنج شنبه د اسد ۲۲) د ملي امنیت شورا د دې شورا د سلاکار حمدالله محب د ګوښه کېدو خبرونه رد کړل.

د ملي امنیت شورا داسې مهال دا خبر ردوي، چې د پنجشنبې د سهار راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسې اوازې خپرېږي چې ګواکې حمدالله محب له دندې ګوښه شوی او د جګړو له وېرې له هېواده وتلی دی.

د افغانستان امنیت شورا په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي حمدالله محب په خپله دنده دی او د ګوښه کېدو خبرونه یې د دښمن پروپاګند دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې اوسمهال د طالبانو او افغان حګومت ترمنځ جګړې روانې ده.

هرات، کندهار او غزني هغه ولایتونه دي چې له نن سهار راهیسې پکې سختې نښتې رړانې دي.

تازه طالبانو ادعا کړې چې د هرات ولایت مقام او امنیه قومنداني یې نیولي دي، خو حکومتي چارواکي بیا دا خبره نه مني او وایي د طالبانو بریدونه یې په شاه تمبولي دي.

د هرات ځایي خبریالان هم مني چې همدا شېبه د شپې شاوخوا یوولس بجې دي او سخته جګړه روانه ده او ولایت مقام او امنیه قومنداني طالبانو نیولي دي.

د جګړو د شدت سره سره بیا د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې د افغانستان په اړه په سيمه ييزه ناسته کې وويل، چې په افغانستان کې وضعيت کړکېچن دی او د تېرو کلونو لاسته راوړنې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو امنيت شورا څخه وغوښتل چې د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته وکړي او د هېواد د کړکېچ د رسېدنې په اړه دې بېړنی او پرېکنده تصميم ونيسي.

2 COMMENTS

  1. ښا روال
    مظلوم ملت ، فقیر او د کورنی او بهرنی استعمار او استعباد جنګ او جګړو خوړلی،ستومانه او ستړی ولسونه، مسلمان او غیرتی خلک، بې تمې او مقنع صبوران ، دلوړو اوژورو څپو اوهسکو غرونو ګور بت ډګر کې دوه پنځوسو بي الوتکه د کومې دموکراسی لپاره توغندی ولی . ملګری ملتونه ، داروپا اتحادیه، رسانه ها ،سفیر اواستخباراتی ډلې یوه هم دغه توغندی نه غندی چې داتمر خلقی په لاس لیک معاهده شوی دی .
    اردوغان ارکدش دافغانستان لپاره دسوریې او کردانو سوچ وهی . اردوغان په ناتو ډیر نازیږی اوبه کلونو یې دتف طفیلی بڼه لرلې ده. هغه مغرورانه لید لوری لری د دوهم نیتن یاهو ډوله شخصیت کې دکابل دهوایی ډګر اجاره غواړی .
    وایې چې یوه ښاروال دشار ټول ټانګه والا را وغوښتل او دد یانت داری به برخه کې یې معلومات ورکړپه دې وخت کې یوه بوډا تانګه والا باندې نظر ولګېد چې په لومړی کتار کې ناست وه هغه یې مخاطب وګرځاوه او پوښتنه یې وکړه که ستا ټانګه کې دکوم مسافر جیبی بکس له یاده ووخی او په هغه کې لس زره دینار وی نو ته به څه وکړې؟
    ټا نګه به خرڅه کړم او تجارت به پیل کړم!
    زه لاتر اوسه نه پوهیږم چې حمدالله دامنیت په کومه برخه کې دسلاکاری اهلیت او لیاقت ،سابقه او مدیریت درلود؟ شعله یی رنګین دادفر سببا نتا خو له ده زړورط پټاکې وهی! سفارت او بیا امنیت خوډېر سره توپیر لری . بله خبره داده که حمد الله سره دخبل ولس پوهه اوسوچ وای ده دغه مقام نه مانه او خپل مسلک یې غوښت دامیرزی سنګین (زه او مخا برات) څخه یې ښه کار کولی شو.رحمت الله اندړ وز ګوړی هم دده انتخابی ویاند وه. امنیت خو ۶۵ فیصده لاړ دده سلاکاری نوره دارګ دوه دهلېزونو ته راتیټ کړشو .
    خو بیاهم سر وخت دی جګړه نه، سوله دهرچاګته خوندی ساتی او ښه صفت دی افغانان باید ټول تیرشوی اختلافات یو لوری ته پریږدی
    او داتحاد سیاست غوره کړی .وچ تګلاری د ملت په سود نه دی.

  2. یک زمان حکومت داری با اشخاص دارای نظم و اصول به پیش برده میشد .
    متاسفانه در دوره کرزی با پکول و دوره غنی طفل ها با واسکت و چپلی از سر چار پایی زیر درخت توت !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب