سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د هرات د ولایت مقام او امنیه قومانداني یې نیولي

طالبان وايي، د هرات د ولایت مقام او امنیه قومانداني یې نیولي

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲۱) په داسې حال کې چې له کندهار او هرات ښارونو څخه د سختې جګړې رابورونه ورکول کېږي، طالبان وايي د هرات د والي دفتر او امنیه قومانداني یې نیولي دي.

د طالبانو یوه ویندوی قراي یوسف احمدي وايي چې د دوی کسانو د هرات د امنیه قوماندانۍ او ولایت ودانۍ نیولي او زیات شمېر سرتېري او پولیس ورتسلیم شوي دي.

شاهدان وايي چې طالبانړ له ختیځ او جنوبي څنډو د ښار منځ ته پرمختګ پیل کړ، لومړی یې امنیه قومانداني ونیوله او بیا د ولایت د مقام په لور مخته لاړل.

مخکې تر دې چې طالبان په هرات ښار کې د پرمختګ ادعا وکړي د هرات والي او د قول اردو قوماندان د ښار په ازادي پارک کې د طالبانو پر ضد جګړې ته د کسانو د لېږلو او منظمولو لپاره غونډه لرله.

د طالبانو یوه بل ویندوی ذبیح الله محاهد د هرات د امنیه قوماندانۍ ویدیو پر خپله ټویټرپاڼه خپره کړې. په ویدیو کې د پولیسو یو شمېر موټرونه لیدل کېږي.

تراوسه پورې دولتي چارواکو د هرات د وروستیو انکشافاتو په تړاو د طالبانو د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د هرات د هوايي ډګر او د ظفر قول اردو په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب