سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهعطامحمد نور د خپلو ملکیتونو د خوندیتابه په بدل کې د بلخ...

عطامحمد نور د خپلو ملکیتونو د خوندیتابه په بدل کې د بلخ د تسلیمولو وړاندیز وکړ

تاند — له بلخ څخه وروستي راپورونه وایي چې د شمالي ولایت بلخ پخواني والي عطامحمد نور په دې شرط چې په مزارشریف کې یې ملکیتونو ته زیان ونه رسېږي طالبانو ته د بلخ ولایت د تسلیمولو وړاندیز کړی دی.

په کندوز کې یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، په بلخ ولایت کې د اسلامي حزب قوماندان جمعه خان همدرد د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور او د طالبانو د ډلې تر منځ د منځګړتیا چارې پرمخ بیایي.

سرچینې له بلخ څخه د خپلو وروستیو معلوماتو په اساس وویل، جمعه خان همدرد هم عطا محمد نور ته ویلي چې د مزارشریف ښار له ورانېدلو څخه دا غوره ده چې په نرمه یې تسلیم کړي، خو ښاغلي نور د تسلیمۍ په بدل کې په دغه ښار کې د خپلو ملکیتونو د خوندیتابه غوښتنه کړې ده.

ویل کیږي چې د بلخ پخواني والي د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې خواوشا زر میلیونه ډالر پانګه ټوله کړې، خو نور یې پانګه زیاته بولي، او په مزارشریف کې یې څو ښارګوټي په خپل او د خپلې کورنۍ د نورو غړو په نومونو جوړ کړي دي.

د افغانستان حکومت له ډېرو هڅو څخه وروسته وړم کال په دې وتوانېد چې د بلخ ولایت واګي له عطامحمد نور څخه واخلي او پرځای یې بل کس د والي په توګه وګوماري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب