سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد امریکا پخواني سفیر د افغانستان په اړه د بایډن او ټرمپ...

د امریکا پخواني سفیر د افغانستان په اړه د بایډن او ټرمپ پر پالیسیو سختې نیوکې وکړې

تاند(پنجشنبه، د اسد۲۱) په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر ریان کوکر له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر جو بایډن پر پالیسۍ توندې نیوکې وکړې.

کوکر د چهارشنبې په ورخ / د اګست ۱۱ بلومبرګ تلویزیون ته په مرکه کې وویل، د بایډن ادارې په داسې حال کې افغانستان ته شا اړولې چې دا هیواد ورته اړتیا لري.

ده له افغانستانه د ځواکونو ایستلو ته په اشارې وویل«د دې معنا طالبانو ته تسلیمي ده. بده لا دا ده چې د ۲۰۰۱ د سپټمبر د یوولسمې نېټې د حملو د شلمې کالیزې په درشل کې هیواد (افغانستان) هغو کسانو ته سپارو چې د القاعده هغو کسانو ته یې پناه ورکړې وه چې د سپټمبر پر یوولسمه یې هلته د حملو پلان جوړ کړی و.»

ریان کوکر د بارک اوباما د ولسمشرۍ په مهال په افغانستان کې د امریکا سفیر و.

په وروستیو ورځو کې طالبانو په لنډ وخت کې د افغانستان د ۱۰ ولایتونو مرکزونه ونیول چې ورسره سلګونه زره ښاریان د خپلو مېنو بې ځایه کېدو ته اړ شوي. همداراز د افغانستان ښاري او اقتصادي تاسیساتو ته بې ساري تاوانونه اوښتي دي.

کروکر بلومبرګ تلویزیون ته وویل«موږ د تاریخ تکرار په خورا بده طریقه وینو.»

پرون د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي رييسې جان ساکي وویل، امریکا د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د امنیتي وضعیت خرابېدا له نژدې څاري.»

کروکر د ټرمپ د حکومت له لوري له طالبانو سره د خبرو او له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پر پرېکړو هم سخت انتقاد وکړ.

د ده په وینا ټرمپ له طالبانو سره په خبرو دې ډلې ته مشروعیت ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب