چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهپه کندهار کې سخته جګړه روانه ده

په کندهار کې سخته جګړه روانه ده

تاند(پنجشنبه، د اسد ۲۱) له کندهار ښاره رارسېدلي راپورونه وايي چې په دغه ښار کې جګړې نور هم زور اخیستی او اوس د ښار مرکزي برخو ته نژدې خونړۍ جګړه روانه ده.

د ځینو راپورونو له مخې، طالبان نن وتوانېدل چې د ښار په لوېدیځ کې امنیتي کمربند مات کړي او د ښار مرکزي برخو ته پرمختګ وکړي.

د غو سرچینو په وینا، وسله والو طالبانو مازیګر ناوخته د ډنډ چوک امنیتي کمربند مات کړ او  له همدې خوا، چې د ښار په لوېدیځ کې ده، مرکزي برخو ته ننوتل.

خپلواکو سرچینو او همداراز ښکېلو خواوو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په دې اړه هم لا کره معلومات نه شته چې اوس جګړه دقیقاً د ښار په کومه ساحه کې ده.

یوې سرچینې تاند ته وویل چې د شهیدانو په چوک کې جګړه روانه ده.

د کندهار میرویس روغتون ته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې له بیلا بیلو سیمو پنځه مړي او ۵۴ ټپیان ور وړل شوي چې ۱۵ یې ملکیان دي

همداراز نن له هرات څخه د سختو جګړو راپور ورکول کېږي. طالبان وايي چې د هرات تر امنیه قوماندانۍ پورې یې پرمختګ کړی دی او اوس د ښار په مرکزي برخو کې جنګ روان دی.

په بادغیس کې بیا امنیتي ځواکونه بریالي شوي چې د طالبانو د حملو مخه ونیسي. خو غزني ښار بې مقاومته طالبانو ته ورپرېښودل شوی دی.

په لښکرګاه کې طالبانو تېره شپه امنیه قومانداني ونیوله خو لا هم د ولایت د مقام په شمول د ښار یو شمېر سیمې د دولتي ځواکونو په کنټرول کې دي.

له لوګر څخه هم خبرونه وايي چې طالبانو خپل خوځښتونه زیات کړي دي. خو د کومې سیمې د لاس په لاس کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب