دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې رييس: د هېواد په شمال کې د طالبانو پر...

د ولسي جرګې رييس: د هېواد په شمال کې د طالبانو پر وړاندې ګډه جبهه جوړه شوې

تاند (پنجشنه د اسد ۲۱مه) د ولسي جرګې رییس میررحمان رحماني وایي،چې د هېواد په شمال کې د طالبانو پر وړاندې د سیاسي مشرانو ګډه جبهه جوړه شوې او ډير ژر به دغه ډله له ماتې سره مخ شي.

ښاغلي رحماني چې د شمالي سیمو د خلکو یوې غونډې ته وینا کوله وویل، د هېواد په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر وړاندې سیاسي مشرانو ګډه جبهه جوړه کړې ده،چې په وینایې ډير ژر به د طالبانو پر وړاندې لاس په کارشي او دغه ډله به له ماتې سره مخ کړي.

نوموړی وایي،چې د کابل په شمال او شمالي ولایتونو کې خلک د طالبانو پر وړاندې ګډ دريځ لري او ددغو سیمو ټول خلک به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

میررحمان رحماني د هېواد اوسنی وضعیت کړکیچن ګڼي او د سیاسي مشرانو یووالی یوه جدي اړتیا بولي.

په دې غونډه کې ښاغلی رحماني د پروان له اوسیدونکو وغوښتل،چې خپل کورونه پرېنږدي او د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.

بل خوا په دې غونډه کې د پروان ګڼو اوسېدونکو د هېواد له امنیتي ځواکونو د خپل ملاتړ په اعلانولو سره وویل،چې له امنیتي ځواکونو سره به په ګډه له خپلو سیمو دفاع وکړي.

د ولسي جرګې رییس په داسې حال کې د هېواد په شمال کې د طالبانو پر وړاندې د ګډې جبهې د جوړېدو خبره کوي،چې مزار شریف ته د ولسمشرغني له سفر وروسته عطامحمد نور او عبدالرشید دوستم د طالبانو پروړاندې د جکړې لپاره د خپلو وسله والو پر تیاري بوخت دي.

1 COMMENT

  1. كندهار خاريان امنيتي زاکونو همکاره ندی تیره شپه د قول اردو مسولینو ملکی خلکو ته د زان دفاع لپاره سلاح ورکولی 99% خلکو سلاح وانخسته همداسی ارزگان والی یاسین ضیاء ته شکایت وکه چی ارزگان کی پرسونل کم دی یاسین ضیاء ورته وویل مونگ یو راپور لولو چی په تیرو شلو کلونو کی جنوب زون کی یوازی 7000 زوانان د کنر شهیدان شوی خو د ارزگان یوازی 7 نفر دی تاسو یوازی تکیا په مشرقیوالو ده ته نفر پیدا که خپلی سیمی پری وساته مونگ به دولتی امکانات ورته ورکو د جنوب زون دولت سره همکاری نجدی صفر ده همدا لامل کیگی چی امنیتی زاکونه زیات تلفات وینی او مخالفین سیمی لاندی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب