جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد غزني تېښتېدلی والي داود لغمانی د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول...

د غزني تېښتېدلی والي داود لغمانی د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو

تاند (پنجشنبه د اسد ۲۱مه) د کورنیو چارو وزارت وایي چې د غزني والي محمد داود لغمانی په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شو.

د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي، « د پولیسو د کورني امنیت منسوبینو په میدان وردګو ولایت کې د غزني والي داوود لغمانۍ له مرستیال والي سره یو ځای نیولي دي.»

دغه وزارت په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې لغمانی د وردګو د والي فیضان الله فیضان او امنیتي ځواکونو له خوا هغه مهال په میدان ښار کې ونیول شو چې کابل ته پر لاره و. د دې ادارې د معلوماتو له مخې چې داوود لغمان بې وسلې شوی هم دی.

محمد داوود لغمانی نن سهار طالبانو ته تسلیم او ولایت یې پرېښود، چې بیا تر وردګ ولایت پورې د طالبانو له خوا بدرکه او سکورټ شو.

د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري نن سهار وویل، چې داوود لغمانی له طالبانو سره تر جوجاړي او هغوی ته د غزني ښار تر تسلیمولو وروسته د طالبانو له خوا کابل ته بدرګه شو.

نوموړي داود لغمانی له طالبانو سره په همکارۍ تورن کړی وايي، لغماني د سلطان محمودي غزنوي په روضه کې د طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان ابوبکر سره روغبړ کړی او ابوبکر قوماندان د خوشحالۍ ډزو په کولو سره والي د کابل په لور بدرګه کړ.

د یادونې ده چې د غزني مرکز غزني ښار نن سهار د طالبانو له خوا ونیول شو.

طالبانو داسې انځورونه خپاره کړي چې غزني ښار کې د دوی حضور ښيي او دغه راز یې ادعا کړې چې د ولایت مقام، امنیه قومانداني او نور مهم دفترونه یې نیولي دي.

پر غزني سربېره له لښکرګاه، کندهار او قلعه نو ښارونو هم د تودې جګړې راپورونه خپاره شوي دي.

د ملي دفاع وزارت د طالبانو پرضد د عملیاتو خبره کوي او وایي، بېلابېلو ولایتونو کې یې ځمکنیو او هوایي بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

2 COMMENTS

  1. دوه ګونۍ برخورد!

    درې ورځي وړاندي د سمنګان والي- داوود کلکانی د طالبانو تر راتلو درې ساعته وړاندي د امنیت او پولیس له مشرانو سره یوځای را و تښتېده، لیکن چا پوښتنه ور نه و نکړه!

  2. لغمانی سیب ته دی دهغه دمور شیدی حلالی وی چه درښتونی افغان په توګه یی خپل وطنوال وژغورل. خدای دی وکړی چه دهغه په نیک قدم باندی نور محلی واکمنان هم خپلی لاری سمی کړی. دکابل اداره خو دپښتنو په مرګ پسی لیڅی پورته کړی دی.
    دنوی فکر او ملی سولی په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب