چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهامریکا: د تسليم شويو افغان سرتېرو وژنه جنګي جنايت بلل کېږي

امریکا: د تسليم شويو افغان سرتېرو وژنه جنګي جنايت بلل کېږي

تاند(پنجشنبه، اسد٢١) – په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د وسله والو طالبانو له لوري د تسليم شويو افغان ځواکونو وژنه جنګي جنايت ګڼل کېږي.

د امریکا سفارت وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ښيي وسله والو طالبانو هغه سرتېري وژلي چې ورته تسلیم شوي وو.

دغه سفارت په يوه ټويټ کې وویل: “موږ ځينې راپورونه اورېدلي چې طالبانو تسلیم شوي سرتېري اعدام کړي دي. دا خواشینوونکې ده او دا کار جنګي جنايت بلل کېږي.”

د بشري حقونو څار بنسټ د اګسټ په درېیمه راپور ورکړى و چې طالبانو په غزني، کندهار او په نورو ولایتونو کې تسلیم شوي سرتېري او افسران اعدام کړي دي او په دغو کې هغه ملکي وګړي هم شامل وو چې له دولت سره د اړيکو د درلودو شک پرې شوى و.

دغه بنسټ داسې وژنې د جېنېوا کنوانسیون خلاف او جنګي جنايت ګڼي.

د تېرې جولاى مياشتې په ١٤مه يوه ويډيو خپره شوه چې ښيي وسله وال طالبان د ځانګړو افغان ځواکونو یا کومانډو شاوخوا ۴۰ سرتېرى وژني او د الله اکبر نعرې وهي.

دغه پېښه د جون په ۱۴ د فاریاب په دولت اباد کې شوې چې ترکمنستان سره نږدې پرته سيمه ده.

له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو په وتو په افغانستان کې جګړو زور اخيستى او وسله والو طالبانو د لږترلږه لسو ولایتونو مرکزونه نيولي.

جوبایډن : افغانان دې د خپل هېواد لپاره وجنګېږي

د امریکا ولسمشر جوبایډن هم په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په ايستلو پښېمانه نه دى او په کار ده چې افغانان د خپل هېواد لپاره وجنګېږي او ترې دفاع وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی