چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونههندي چارواکي: په افغانستان کې د سیاسي هوکړې پلوي کوو

هندي چارواکي: په افغانستان کې د سیاسي هوکړې پلوي کوو

تاند(پنجشنبه، اسد٢١) – د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د جګړو په تودېدو سره هممهاله هندي چارواکي وايي، په افغانستان کې د مذاکراتو له لارې د سياسي هوکړې پلوي کوي.

د ملي مصالحې د عالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دغه خبره د هند په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان او پاکستان د برخې مشر جي پي سېنګ له عبدالله عبدالله سره د لیدنې پرمهال کړي دي.

عبدالله عبدالله دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې کړې ده.

ښاغلي جي پي سینګ په دې ناسته کې په افغانستان کې د جګړې په درېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د سیاسي هوکړې پلوي کوي.

هغه زیاته کړه، چې هند به له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د هند د مرستو نه د مننې ترڅنګ وویل، چې په افغانستان کې د جګړې له لارې طالبان هدف ته نه رسېدلی.

د هغه په خبره، سوله ورته لومړیتوب لري؛ خو طالبانو د سولې له خبرو اترو مخ ګرځولی دی.

سرچینه وايي، دارنګه دواړو لوریو له سولې څخه د ملاتړ لپاره په سیمه ییزې اجماع، وروستیو هڅو او همکاریو هم خبرې وکړې.

 خو د پاکستان صدراعظم عمران خان چې عموماً د طالبانو په نیابت خبرې کوي، پرون ویلي چې طالبان تر هغو د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې نه کوي چې اشرف غني له دندې لاس نه وي اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب