چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Home+هند د نړۍ تر ټولو لوی الیکتریک موټر جوړ کړ

هند د نړۍ تر ټولو لوی الیکتریک موټر جوړ کړ

تاند- هند یو لوی الیکتریک موټر جوړ کړی چې ازاني نومېږي او په یو ساعت کې ۳۳۲ کیلومتره سرعت لرلی شي.

دا موټر د نوې تاسیس شوې کمپنۍ (مېن میټال موټرز) له لوري جوړ شوی او یوه مهمه ځانګړتیا یې دا ده چې په دوو ثانیو کې یې سرعت تر سلو کیلومترو پورې رسېدای شي.

د مېن میټال موټرز کمپنۍ په وینا د دې موټر بېټرۍ په یو وار چارج ۵۲۰ کیلومتره مزل کولی شي.

د دې لپاره چې د موټر وزن کم وي، په باډۍ کې یې له المونیم څخه کار اخیستل شوی دی.

هند له چینه وروسته په نړۍ کې تر ټولو چټکه وده کوي. اټکلونه ښيي چې ممکن هند له اقتصادي نظره تر ۲۰۴۰ پورې د نړۍ په دوهم ستر هیواد بدل شي.

1 COMMENT

  1. دی ته په ورته لاسته روړنې کې د هند سیال هېواد پاکستان داسې د غلو او تروریستي یوه شبکه جوړه کړې ده چې کولې شي داسې موټر په اسانۍ سره غلا کړي او پاکستان ته یې انتقال کړي او یا دا چې په یوه انتهاري حمله کې ویجاړ او بیا کباړ کړي. نو اوس تاسو ووایاست هند مترقی دی که پاکستان؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب