چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهجوبایډن : افغانان دې د خپل هېواد لپاره وجنګېږي

جوبایډن : افغانان دې د خپل هېواد لپاره وجنګېږي

تاند(چهارشنبه، اسد ٢٠) – د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ايستلو پښېمانه نه دى او افغان ځواکونه دې پخپله وجنګېږي.

هغه وویل: “افغانان باید د جګړې لپاره اراده ولري، دوى بايد د خپل ځان لپاره او د خپل هېواد لپاره وجنګېږي.”

جوبایډن يوځل بيا څرګنده کړه، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په ايستلو پښېمانه نه دى.

امریکايي ځواکونه د 2001 کال د سېپټېمبر په مياشت کې د طالبانو د د رژیم د پرځولو په هدف برید وکړ او د شلو کالو نظامي حضور او جګړو وروسته يې له افغانستانه په وتو پيل کړى چې دغه بهیر به راتلونکې میاشت کې بشپړ شي.

د امریکا ولسمشر وویل، امریکا په افغانستان کې له يو ټريليون زيات ډالر مصرف کړي او زرګونه سرتېري يې هم له لاسه ورکړي دي خو ده يو ځل بيا ژمنه وکړه، چې د افغان ځواکونو سره هوايي، تاميناتي، خوراکي توکو او مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

جوبایډن په داسې حال کې يادې څرګندونې وکړې چې وسله والو طالبانو په څو ورځو کې د شپږو ولایتونو مرکزونه ونيول خو افغان چارواکي ډاډ ورکوي چې د طالبانو د وروستيو پرمختګونو د ځپلو په موخه يې پراخ عملیاتونه پيل کړي دي.

3 COMMENTS

  1. په جرمنی ژبه کښی ویل کیږی چی : اوس موږک د کڅوړی څخه راووت ! د امریکا لعنتی او شر جوړونکۍ واقعیت په ګوته شو یعنی افغانان باید خپلو مینځو کښي جنګونه سره شروع کړی اما دی خائينینو قصدآ هیر کړی دی چی وروسته د افغان ملت ستره قربانی ظالم شوروی د افغانستان څخه وشړلو او د شوروی غلام کمونیستانو ناستومانه د منافقت هڅی شروع کړی اما د ظالم امریکا ، انګلیس او پنجابی پاکستان ( همدارنګه د اخوندی ایران غلامان ) دا تربیه قاتل تنظیمونه وحشیان په کابل راخوشی کړل او د کابل اوسیدونکی ئي قتل عام او چور چپاول ئي شروع کړل او کابل کښی اته حکومتونو جریان درلود ، په ۱۹۹۵ کال کښي موفقیت تر لاسه شو چی ددی قاتلینو څخه سلاحګانی ټولی شی او کابل ددی قاتلانو څخه نجات ومومی ، شپږ میاشتی دسلاح ګانو فعالیت مثبت شروغ او وروسته له شپږو میاشتو امریکا ( خلیلزاد خائين ) د پنجابی پاکستان په کومک ئي تربیه شوی طالبان رامینځ ته کړل او د سلاح ګانو جمع کولو ګروپ ئي له مینځه یووړ او دا تهدابی تربیه طالبان ئی رامینځ ته کړل او وروسته ئی د افغانستان اشغال لپاره د نیویارک برجونو ورانولو ډرامی په واسطه طالبان په اتفاق سره پنجابی پاکستان ته ولاړل او امریکا او انګلیس د خلیلزاد په کومک دا قاتل تنظیمونه ، کمونیستان او تربیه شوی دیموکراتان ئی د همه شمول شعار لاندی د قدرت خاوندان کړل او د ډالرو باران ئی پری شروع کړ ، وروسته ئي هلی ځلی شروع کړی چی طالبان د یادو قاتلو او ملی خائنينو شعار لاندی سره یو ځای کړی اما حقیقت کښی هڅی روانی دی چی ددی قاتلینو په وسیله افغان ملت تباه کړی او اجنبیان د افغانستان دوامداره استعمار تر لاسه کړی اما نظر و کامل معلومات ته افغان ملت د اجنبیانو له خوا نشی غلام کولای او همدارنګه د افغان ملت تجزئي باندی به موفقیت تر لاسه نکړۍ شی !!!!!

  2. ښاغلي غروال چاري موښيI
    په جرمنی ژبه کښی ویل کیږی چی : اوس موږک د کڅوړی څخه راووت
    ښاغلي غروال چاري موښي
    په جرمنی ژبه کښی داسي ویل کیږی چی : پشو له کڅوړی (بوجی) ووته
    Die Katze ist aus dem Sack
    يعني کوم شی چي پټ ساتل شوي او يا د پردي شاته وو ښکاره شو

  3. ښاغلۍ لوګی ته سلام ، خوښنه د تاسو اصلاح څخه بلی موږک نه بلکه پشو له کڅوړی راووته بلی ما ددی ویانا په وسیله د امریکا دوه مخی څیری څرګندول هدف دی ، بیا تکرار کورودانی د تاسو مرستی څخه ! خوښ او جوړ اوسی !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب