چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد مشرانو جرګې مشر: ملګري ملتونه دې پر پاکستان بنديزونه ولګوي

د مشرانو جرګې مشر: ملګري ملتونه دې پر پاکستان بنديزونه ولګوي

تاند (چهارشنبه، اسد ٢٠) – د مشرانو جرګې مشر په ټولنیزو رسنیو کې د سلګونه زره کسانو له لوري پر پاکستان د بندیزونو لګولو هرکلى وکړ.

د جرګې مشر فضل هادي مسلمیار په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي، چې پر ټولنیزو رسنیو د مبارزو ځوانانو له لوري د پاکستان پر ضد روانه فکري مبارزه ستايي.

هغه وویل، پاکستان د ترهګرو ملاتړ کوي او ملګري ملتونه دې پرې بندیزونه ولګوي.

مسلميار زياته کړه: “پاکستان د ترهګرو تمویلونکی هېواد دی، باید د ملګرو ملتونو له لوري تحریم او بندیزونه پرې ولګول شي. پاکستان په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې مستقیماً تمویلونکی او د سیمې لپاره د سرطان دانه ده. دا کمپاین باید لا پسې پراخ شي، ترڅو نړۍ ته د دغه ترهګر، وحشي او تروریست هېواد ناولې څېره بربنډه شي.”

په ورته مهال ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال د مطبوعاتو د دفتر يو تن مسئول رضوان مراد په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي، افغان ځواکونه د آى ايس آى د ١٣ تروريستي شبکو سره جګړه کوي.

مراد هم پر پاکستان دې بنديز ولګول شي د هشټګ په خپرولو سره ویلي، د زرګونه ترهګرو ميليونونه مصارف پاکستان ورکوي.

هغه زياتوي:”جګړه ده او هغه هم د پاکستان د پوځ له ۱۳ تروریستي شبکو او د ای ایس ای  تر اشراف لاندې مدارسو له لسګونو زرو  وحشي روزل شویو چڼو سره. حتمآ مخته او شاته تګ لري. البته دا بله بدبختي ده چې خاینان او فاسدان هم ښه ډیر لرو. په ۲۴ ولایتونو کې زرګونه تروریستان، د هغوی د روانې جګړې ملیونونه مصارف، پاکستان ته هره ورځ د لسګونو اجسادو انتقال او نورې چارې کومه ډله ملایان ملایان او یا په کوټه، ترکې ته تښتیدلي، پیښور او کراچۍ کې ناست د طالب د تبلیغاتو څو تنه عقدیان نه بلکه  دا جګړه له هر اړخه ای ایس ای پرمخ وړي.”

له څو ورځو راهیسې سلګونه زره کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د هشټګ په کولو له نړیوالو او په ځانګړې له ملګرو ملتونو غواړي څو د ترهګرو د ملاتړ له امله پر پاکستان بنديزونه ولګوي.

خو پاکستان بيا د سلګونه زره کسانو پر دغه کمپاين غبرګون ښودلى.

يوه پاکستاني خبريال حسن خان لیکلي، د پاکستان حکومت اړوندو ادارو (امنیتي – استخباراتي) ته لارښوونه کړې چې هغه افغانانو معلوم کړي چې د پاکستان پر ضد منفي تبلیغات کوي.

د پاکستان حکومت دا هم ویلي، چې د دوی پر ضد منفي تبلیغ کوونکو او د هغو د کورنیو غړیو ته د تعلیم، درملنې په شمول په هیڅ وجه پاکستان ته د تګ اجازه نه ورکوي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان د حکومت او پوځ مشران د پلید شیطان، ابلیس او دجال اولاده او نماینګان دي. تر دوی بد ذاته لعنتي طایفه د ځمکې پر مخ نشته. دوی د ابلیس له سپرمه زېږېدلي حرموني دي چې د اسلام اباد پر ځای د اسلام برباد لپاره کار کوي او د مسلمانانو، اسلام او انسانیت لپاره په يو لوی شرم او عار بدل شوی دي. لعنت د وي ستاسو په اسلام او اسلامیت. نړيوال باید پر تروريست پاکستان بدېز ولګوي.
    Pakistan is behind the war in Afghanistan. United Nations Should Stop Afghan Genocide by Pakistan intelligence and army. Sanction Terrorist Pakistani!!!!!! government.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب