چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد ارزګان ولايت پر مرکز «ترينکوټ» ښار د طالبانو بريد له ماتې...

د ارزګان ولايت پر مرکز «ترينکوټ» ښار د طالبانو بريد له ماتې سره مخ شوی

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه ) د ارزګان ولایت پر مرکز ترینکوټ ښار د وسله والو طالبانو برید له ماتې سره مخ شوی دی.

دارزګان والي محمد عمر شیرزاد وایي، طالبانو تېره شپه پر ترینکوټ ښار له لوېدیځ او ختیځ لورو برید وکړچې د ده په وینا، د طالبانو دغه برید د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو له سخت مقاومت سره مخ شو او طالبان بېرته شاتګ ته اړ شول.

نوموړی وايي چې په دغه برید کې ۴ تنه طالبان وژل شوي، ۶ تنه ټپیان شوي دي او ۱۵ تنه نور د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.

ښاغلی شیرزاد وایي چې په ترینکوټ ښار کې د طالبان پر وړاندې ولسي پاڅون شوی او قومي مشرانو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې پر دغه ښار دې برید نه کوي، کنې له سختې ماتې سره به مخ شي.

د ارزګان والي وایي، چې په ترینکوټ ښار کې امنیتي ځواکونه د طالبانو د بریدونو پر وړاندې په تیارسئ حالت کې دي او اجازه به ورنه کړي چې دغه ښار ته دننه شي.

بل خوا طالبانو تېره شپه پر کندهار ښار هم بریدونه کړي،چې د امنیتي چارواکو په وینا افغان ځواکونو یې پروړاندې سخت مقاومت کړی او د هغوی د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی