چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهله راشد وروسته نبي او ګربز هم له نړیوالو د افغانستان د...

له راشد وروسته نبي او ګربز هم له نړیوالو د افغانستان د ملاتړ غوښتنه وکړه

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۲۰) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي مخکښ توپوهونکي رحمن الله ګربز هم په خپله فېسبوک پاڼه له نړیوالو غوښتنه کړې، چې په روان ناورین کې د افغانستان ملتیا وکړي.

نوموړي لیکلي: « زما ګران هېواد افغانستان له یو لوی ناورین سره مخامخ دی. هره ورځ سلګونه بې ګناه افغانان چې ښځې او ماشومان هم په کې دي شهیدان کیږي. کورونه، ښوونځي، دفترونه او نور ملي او عامه تاسیسات ویجاړېږي او زرګونه کورنۍ بې کوره او در په دره شوي دي. لطفآ له موږ سره مرسته وکړئ چې له دغه ناورین څخه ووځو، موږ په ناورین کې مه پرېږدئ.»

ګربز دغه راز د افغانانو وژل، د افغانستان ورانولو د مخنيوي غوښتنه کړې ده.

دغه راز محمد نبي عیسی خېل هم په يوه پيغام کې له نړیوالو غوښتنه کړې، چې د افغانستان د وېجاړۍ مخه ونیسي.

هغه لیکلي هره ورځ سلګونه افغانان وژل کېږي او سلګونه نور خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کېږي چې دا ظلم دی او نړیوال یې باید مخنیوی وکړي.

د یادونې ده، چې تېره ورځ افغان مخکښ توپ اچوونکي راشد خان هم له نړیوالو غوښتي وو، چې افغانستان یواځې پرېنږدي او لاسنیوی یې وکړي.

دوحې ته د افغان چارواکو له تګ مخکې د یوناما مشرې له ولسمشر غني سره وکتل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی