تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو تېره شپه له دوو لوریو د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار بریدونه وکړل.
د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په دې نښتو کې نهه تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.
یورش زیاتوي په دې جګړه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی، خو ولسي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د فاریاب مرکز میمنه ښار له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په محاصره کې دی.
په همدې حال کې د ملي دفاع وزارت وايي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو او نښتو کې ۴۳۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷۷ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه شمېر وسله والو طالبانو ته په ننګرهار، لغمان، لوګر، پکتیا، ارزګان، زابل، غور، فراه، بلخ، هلمند، کاپیسا او بغلان ولایتونو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د یادې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.