چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهولسمشر غني، د شمال د امنيتي وضعيت د ارزولو لپاره مزار شريف...

ولسمشر غني، د شمال د امنيتي وضعيت د ارزولو لپاره مزار شريف ته رسېدلی

تاند ( چهارشنه د اسد ۲۰ مه) ولسمشر غني د هېواد د شمال د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره نن سهار مزار شریف ته سفر وکړ.

د ولسمشر د ویاند مرستیال لطیف محمودي وايي،چې ولسمشر غني ددغه سفر په لړ کې نن په مزارشریف کې له عبدالرشید دوستم،عطامحمد نور، جمعه خان همدرد، محمد محقق او د سیاسي ګوندونو له استازو سره فوق العاده غونډه لرله.

په دې غونډه کې ولسمشر غني د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅونوالو پر تجهیز او سمبالتیا ټينګار کړی دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال وایي، چې ولسمشر مزار شریف ته په خپل دغه سفر کې د بلخ د ولایتي شورا له غړو، د شمال له امنیتي چارواکو او د شمالي ولایتونو له قومي مشرانو سره کتلي دي.

د نوموړي په وینا، په دغو کتنو کې د هېواد په شمال او شمال ختیځ زون کې د طالبانو د ځپلو په موخه د پراخو عملیاتو د پېلېدو لپاره سلا مشورې شوي دي.

و لسمشر غني نن غرمه له مزارشریف نه بېرته کابل ته راستون شو.

عبدالرشید دوستم پرون ماښام د ولسمشر محمد اشرف غني په سپارښتنه د هېواد په شمال کې د طالبانو پر وړاندې جګړې ته د خپلو ځواکونو د چمتو کولو لپاره مزار شریف ته ولاړ.
ولسمشرغني په داسې حال کې مزارشریف ته سفر کړی،چې همدا اوس د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده او طالبان مزارشریف ته د ننوتلو په هڅه کې دي.

په وروستیو ورځو کې د هېواد په شمال او شمال ختیځ کې، طالبانو د کندز، شبرغان، سرپل، ایبک، پلخمري او فیض آباد ښارونه نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب