چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهعبدالله: نړيواله ټولنه دې طالبانو ته روښانه پيغام ورکړي

عبدالله: نړيواله ټولنه دې طالبانو ته روښانه پيغام ورکړي

تاند(چهارشنبه، اسد ٢٠) – د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په قطر کې له طالبانو وغوښتل چې د سياسي حل لپاره خپله طرحه وړاندې او نړیواله ټولنې دې هم دغې ډلې ته روښانه پيغام ورکړي.

عبدالله عبدالله په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي پرون ناوخته د ملګرو ملتوتو سازمان، اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، روسیه، چین، پاکستان او ازبکستان استازو  سره په قطر کې د افغان سولې په تړاو ګډه ناسته کړې ده.

هغه وايي، په دې ناسته کې يې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د بې مخیني انساني ناورین په تړاو بې تفاوته پاتې نه شي او طالبانو ته د سولې په برخه کې روښانه پېغام ورکړي.

نوموړى په دې غونډه کې وويل، د افغانستان له دې پاشلي او خطرناک بحران څخه هیڅ هېواد او هغه چې په دې مېز کې حضور لري ګټه ونه کړي.

عبدالله دغې غونډې ته زياته کړې: “ایا هغه وخت نه دى رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه طالبانو ته د سولې له خبرو روښانه او واضح پېغام ورکړي؟ په وروستیو کې مې له طالبانو وغوښتل، چې د سیاسي حل طرحه دې د خبرو اترو په مېز مطرح کړي، په خبرو اترو کې دې منځګړي ومني او په دې دې پوه شي، چې د افغانستان ستونزه نظامي حل نه لري.”

ياده دې وي چې څه وخت مخکې عبدالله عبدالله له وسله والو طالبانو سره دوه ورځې پرلپسې بحث او خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د سولې خبرو اترو پر چټکتیا او د منځګړي په حضور کې د افغانستان قضیې پر سیاسي حل لارې هوکړه وکړه خو عبدالله طالبانو تورن کړل چې برعکس دغه ژمنه يې ماته کړه، جنګ او تاوتریخوالي ته یې شدت ورکړ او پر ښارونو یې ډله ییز بریدونه پیل کړل.

همدارنګه عبدالله عبدالله يادې غونډې ته وویل، زرګونه تروریستان د القاعده د دایمي حضور او نورو تروریستي ډلو، له جیش محمد نه نیولې تر لشکر طیبه پورې افغانستان ته داخل شوي او له افغانانو سره جګړه کوي.

د عبدالله عبدالله د څرګندونو له مخې په دې ناسته کې حاضرو استازو په افغانستان کې د وضعیت او د جنګ له شدت څخه اندېښنه ښکاره کړه، د جنګ د ژر درېدو غوښتونکي شول او د سولې خبرو اترو له چټکېدو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی همدارنګه د سولې خبرو اترو د ژر پیلیدو، د جنګ او تاوتریخوالي د درېدو، د یو ټولشموله حکومت د جوړېدلو او د یوې سیاسي حل لارې غوښتونکي شول.

دارنګه دوی ټینګار وکړ، چې جنګ د حل لار نه ده او دوی تیار دي، چې له سولې وروسته د افغانستان په بیا رغونه کې برخه واخلي.

په ورته مهال عبدالله عبدالله په قطر کې د اندونیزیا سفير سیدرضوان حسن سره په ليدنه کې پر لويو ښارونو د وسله طالبانو بریدونه د سولې خلاف وبلل او ويې ويل، طالبان پر خلکو جګړه تحميلوي.

 دغه راز د اندونیزیا سفیر د خبرو اترو له لارې د افغانستان د کشالې په حل ټینګار وکړ او د جګړې د درېدو غوښتنه یې وکړه.

حسن وویل، چې هېواد یې له افغان سولې ملاتړ کوي او جګړه د حل لاره نه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب