Homeخبرونهغني: له امنیتي ځواکونو سره د افغانانو د يوځاى کېدو بهير دې...

غني: له امنیتي ځواکونو سره د افغانانو د يوځاى کېدو بهير دې چټک شي

تاند (چهارشنبه، اسد ٢٠) – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یوځای کېدو په موخه د هېوادوالو د لېوالتیا قدرداني وکړه او وې ویل، دغه پروسه باید چټکه شي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني دغه سپارښتنه تېر ماښام په ارګ کې د ده په مشرۍ جوړه شوې امنیتي غونډې ته وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې په پیل کې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو د وسله وال پوځ لیکو ته د جلب او جذب په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې ولسمشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو سره د یوځای کېدو په موخه د افغانانو د لېوالتیا قدرداني وکړه وې ویل: ” دغه پروسه باید چټکه شي.”

سرچینه زیاتوي، دارنګه د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د ځواکونو د اکمالاتو او تجهیز په اړه عاجل اقدامات وکړي.

ولسمشر داسې مهال د افغان ځواکونو په ليکو کې د جلب او جذب د چټکتيا سپارښتنه وشوه چې د طالبانو په لاس د فراه ښار هم سقوط شو.

بل لورته تېر ماښام د عبدالرشيد دوستم په ملتيا لسګونه وسله وال د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره بلخ ته رسېدلي دي.

په همدې حال کې په بلخ کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ د سختو جګړو په دوام عطا محمد نور وايي، تېره شپه يې د يو شمېر سياسي ګوندونو له استازو سره يې غونډه کړې ده.

هغه په خپل فېسبوک پاڼه ويلي، په دې غونډه کې د شته چمتووالي، د ریزرف قطعاتو رامنځته کولو، د جګړې لومړي خط پیاوړتیا، د پاکسازۍ برنامو او د ګوريلايي جګړو په اړه بحث وشو.

نوموړي زیاته کړه، همدارنګه په دغه ناسته کې د ضعفونو، ستونزو او اړتیاوو، د مخابرې له لارې د اړیکو تینګښت او د جګړې د راتلونکې لپاره د محرم ګامونو او چمتووالی په موخه هر اړخیز بحثونه وشول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...