چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهعبدالرشید دوستم د مزارشریف دفاع ته لاړ

عبدالرشید دوستم د مزارشریف دفاع ته لاړ

تاند(چهارشنبه، د اسد۲۰) مارشال عبدالرشید دوستم پرون وروسته له دې چې د شمال اکثره ولایتونه د طالبانو لاس ته ولوېدل، مزارشریف ښار ته لاړ.

د دوستم ویندویان وايي چې نوموړی د ولسمشر اشرف غني په موافقه مزارشریف ته روان شو.

دوستم د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ لږ مخکې تر دې چې شبرغان ښار د طالبانو لاس ته ولوېږي، له ترکیې څخه د ازبکستان له لارې حیرتان بندر ته راغی او بیا کابل ته لاړ چې له ولسمشر غني سره وویني.

طالبانو په وروستیو ورځو کې له مزارشریف او میمنې پرته د شمال ټول ولایتونه نیولي دي.

دې ډلې د نیمروز د مرکز زرنج له نیولو وروسته شبرغان، سرپل، ایبک، کندوز، تالقان، فراه، پلخمري او فیض اباد ونیول. اوس د افغانستان له ۳۲ ولایتونو څخه د ۹ ولایتونو مرکزونه د طالبانو په کنټرول کې دي.

ګومان کېږي چې دا ډله به څو نور ولایتونه هم نسبتاً په اسانه ونیسی خو باور نه کېږي چې نور ولایتونه ونیولی شي.

طالبانو په تېرو دوو ورځو کې ډېره هڅه کړې چې د مزارشریف ښار لور ته پرمختګ وکړي خو په دهدادي او نهر شاهي کې یې مخه نیول شوې او حملې یې په شا تمبول شوې دي.

پرون امنیتي ځواکونو نهرشاهي له طالبانو بېرته ونیوله.

له ستراتیژیک نظره د طالبانو له لوري په نیول شویو ولایتونو کې کندوز او نیمروز د پام وړ دي.

راپورونه وايي چې طالبانو غوښتل چې کندهار یا لښکرګاه ونیسي او خپل مشران له پاکستانه دغو ولایتونو ته راولي خو په دواړو ولایتونو کې له سخت مقاومت او درنو مرګ ژوبلو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی