چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد مارشال فهیم کورنۍ ترکیې ته پښې سپکې کړې

د مارشال فهیم کورنۍ ترکیې ته پښې سپکې کړې

تاند (چهارشنبه د اسد ۲۰مه) د محمد قسیم فهیم کورنۍ کابل پرېښود او د ترکیې په استانبول ښار کې یې د څو کورونو له اخیستلو څخه وروسته خپل بار بستره هلته ورسول.

د لیکوال او ژورنالست عبدالرزاق مامون وېب لاګ «ګزارشنامه افغانستان» لیکلي چې د مارشال فهیم کورنۍ او خپلوان په بشپړ ډول استانبول ته رسېدلي او هلته د استوګنې لپاره یې څو کورونه پېرودلي دي.

مامون لیکلي، د دې پرځای چې پنجشېر ته لاړ شي او له خپلو خلکو او قصرونو څخه دفاع وکړي، هغوی ترکیې ته لاړل.

په دغه خبر کې د فهیم کورنۍ ته د پېغور په ډول راغلي چې، د مارشال دوستم زوی د ترکیې د انقرې له اکاډمیک چاپېریال څخه راغی او د جنګ په ګرمه جبهه کې جنګېږي لاکن د مارشال فهیم زوی په پټه خوله په کابل کې چکرونه وهي او هر کله چې وغواړي په یوې الوتنې سره د خیر غونډۍ ته ځان رسوي.

یاد رسنیز وېب لاګ لیکلي چې د فهیم خان کورنۍ په مکمل ډول له طالبانو او د پاکستان حکومت سره اړیکې لري.

تر دې مخکې، د پخوانۍ شمال ټلوالې یو بل مخکښ غړی دین محمد جرئت چې د جهاد د ارمانونو د ساتنې په نامه یوه شبکه یې جوړه کړې وه او د ولسمشر غني سلاکار وو د ځانمرګو بریدګرو د قاچاق په تور له دندې لیرې کړای شوی وو.

فهیم ته په ۱۳۸۰ کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د نړۍ وال ائتلاف د عسکرو له راتګ څخه وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي مارشالي ورکړه، خو یو شمېر سرچینې وایي چې لومړی د کابل راډېو چې د پخوانۍ شمال ټلوالې غړي پرې حاکم وو د ماښام په خبري سروېس کې د فهیم مارشالي اعلان کړه او تر هغه وروسته یې په ښاغلي کرزي باندې د فهیم د مارشالۍ حکم لاسلیک کړ.

دغه راز عبدالرشید دوستم چې ویل کیږي په زرګونو بندیان یې له محاکمې څخه پرته او په بې رحمانه شکل سره وژلي، تېر کال د عبدالله په ټیم کې له ولسمشر غني سره په دې شرط د انتخاباتو نتایج ومنل چې نوموړي ته مارشالي ورکول شي، خو څو ورځې وړاندې یې د مارشالۍ لباس په شبرغان باندې د برید په ترڅ کې طالبانو ونیو.

1 COMMENT

  1. داشکر چه مارشال فهیم مړشویدی
    کنه دهغه تیښته اودمارشالۍ یونیفارم پاتی کیدل به هم دمارشال دوستم په څیردریښتینو مارشالانو لپاره سترپیغوروو

    بس هغه شعاریی څه شو
    یاکفن یارهبر
    اوهم هغه ترکستان یی څه شو
    زنده باد لوی افغانستان
    مرده باد دافغانستان دخاوری داخلی اوبیرونی دښمنان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب