پنجشنبه, سپتمبر 26, 2024
Homeدا هم ولولئد انسان فکر نه بدلېدونکی دی

د انسان فکر نه بدلېدونکی دی

 علی عباس جلالپوري

ژباړن: عبدالله معراج

دا فکري تېروتنه چې د انسان فطرت نه بدلېدونکی دی، د جبر یوه فرع ده. جبر دوه اړخونه لري بهرنی او دننی. له بهرني جبر څخه څوک انکار نشي کولای. د کا‌ئناتو په کوم اړو دوړ کې چې انسان ژوند کوي، دغه بدلون د انسان د وس خبره نه ده، په دې کې د انسان مقام د یو بې مقداره ذرې په شان دی. مګر دا هم حقیقت دی چې هغه له بهرني پلوه له مجبوریت سره سره د خپل نږدې چاپېریال پر بدلون لاس بري دی. دنني جبر البته نزاعي مسئله ده. ارسطو د اخبره منله چې د انسان مجبوري بهرنۍ نه، دننۍ ده. زموږ د وخت ځینې د ارواپوهنې پوهان چې مخکښ یې فرویډ دی مطلق جبر ته قایل دي. د هغه په فکر انسان د خپلو غوښتنو له لاسه مطلق مجبور دی او دا فکر چې د هغه پر کومه کړنه باندې اختیار شته، تر یو بې بنسټه وهم څخه زیات د منلو وړ نه دی. له سره هغه له ارادي قوې څخه هم منکر دی. فرویډ وایي چې که یو څوک په یوه دوه لارې کې ودرېږي او ووایي زه له دې دوو لارو څخه یوه غوره کوم او پر هغه تللی شم نو هغه خپل ځان غولوي ځکه که هغه له دې نه هره یوه لار غوره کړي هغه به لازماً د یوې نه یوې لاشعوری غوښتنې تر اغېز لاندې غوره کوي، دا شونې ده چې هغه به پرې خبر هم نه وي. په دې ډول حالاتو کې انسان فکر کوي چې له ارادي قوې څخه کار اخلي. د فرویډ په آند دا دده غلطي ده، دده ارادي قوه د لاشعور د اوامرو د عملي کولو پرته هېڅ نشي کولای.

په دنیایي فکر او آند کې د جبر تصور کوم نوی شی نه دی. د ایرانیانو زردان، د یونانیانو مویرا، د هندوانو کرم، د رواقیونو مقدر، د ماني او آګوستین د پیدایښتي ګناه تصور او د شوپنهاور ړندې ارادې په بڼه کې هر چېرته ددې مطالعه کېدلای شي.

خیام وایي:

از رفت قلم هیچ دگــــرگون نشود            و ز خوردن غم بجز جــگرخون نشود

کو در همه عمر خویش خوننابه خوری       یک قطره از آن که هست افزون نشود

د فرویډ دنني جبر دې فکري تېروتنې ته قوت ورکړی دی چې، د شعور پر وړاندې بې وسه دی. د ژوند دې منفي او سلبي نظریې معاصر غربي ادیبان آلډس هکسلی، جیرارډ هرډ، آندری موردو د سنیسیزم لوري ته مایل کړي دي او هغوی د انساني ژوند په بې معني توب او بې حاصلۍ ژاړي. هغوی وایي چې انسان د سوونو کلونو په هڅه د تهذیب او تمدن لوړه ودانۍ ودانوي. مګر له مخې ددې د وحشت رګ راویښېږي، د ورانیزو غرایزو اور غورځونکی غر چوي او په لیدو لیدو په خپلو لاسونو بې لوړې ماڼۍ سوځي او ایرې کوي یې. پایله دا چې د پرمختګ او تهذیب سوچونه بې مانا او باطل اوهام دي. کامیو په خپل کتاب “د سسي فس اسطوره” کې د انساني هڅو بې ګټې توب ته پاملرنه کړې ده. د یوناني لیکنو له مخې سسي فس یو شخص و چې د کومې شوې کړنې په سبب د خدایانوپه قهر او غضب ګرفتار شو. هغه ته دا سزا ورکړل شوه چې هغه به درنې ډبرې د غره څوکې ته پورته کوي. هغه به چې کله ډبره په ډېرو ستونزو او ځیرتیا پورته کوله نو بیا به د هغه له لاس نه خطا وتله او بېرته به لاندې راولېده. سسي فس بیا د هغې د پورته وړلو لپاره چمتو کېده. هغه به تر قیامته پورې ډبره په ستونزو او کړاونو پورته د غره څوکې ته پورته کوي او ډبره به بېرته لاندې رالوېږي. له دې کیسې نه کامیو دا پایله ترلاسه کوي چې د انسان حالت د سسي فس په څېر دی، هغه چې په ډېرو ستونزو او کړاونو د تمدن ماڼۍ ودانوي مګر ددې د پوره کېدو په وخت کې یې بیا له منځه وړي او بیا یې په ودانولو لاس پورې کوي. هغه دې ویلو هڅه کوي چې، انسان د خپل ورانوونکي فطرت له کبله مجبور دی، او ددې فطرت له منګولو خلاصېدل هغه چې د بدلون اختیار یې له ده سره نشته. فرویډ په خپل کتاب “تمدن او د هغه ناخوالې” کې انسان له راتلوونکي څخه ناهیلی کړی دی. ښکاره ده چې کله دغه عقیده عوامو ومنله نو، د ټولنیز پرمختګ، کلتور، تمدن او ښوونې او روزنې ټولې هڅې به بې ګټې وګني، لېکن له نېکه مرغه انسان نه پوره مجبور دی او نه هم دده فطرت نه بدلېدونکی. که داسې وای نو نن به هم هغه د نورو ځناورو په شان په غرونو او دښتو کې اوسېده.

د میک ډوګل په آند انساني فکر د یو څو غرایزو ټولګه ده. نو له دې کبله د انسان او حیوان تر منځ هېڅ توپیر نشته. هغه او فرویډ په انسان کې د عقل او شعور شتون مني. لېکن د غرایزو او احساساتو په وړاندې دوی (عقل او شعور) ته ثانوي او فرعی حیثیت ورکوي. او په دې توګه انسان د حیوان له سطحې څخه پورته ګڼل کېږي. خبره داده چې د عقل او شعور د ودې له کبله انسان د حیواناتو له ډلې جلا شوی دی او له زرهاو کلونو را پدې خوا هغه خپل غرایز د عقل او پوهې تر ولکې لاندې د راوستلو په هڅه کې بوخت دی. دی په دې لاره کې له ناکامیو سره هم مخامخ شوی دی لېکن د ټولنیز پرمختګ، فرهنګ او تمدن شتون په خپل ذات کې ددې خبرې ثبوت دی چې انسان له غرایزو څخه په رغنیزو (تعمیری) کارونو کې په ګټې اخیستنه کې هم بریالی شوی دی. عقل او پوهې، غرایز رغنیزو کارونو ته اړ کړل او په دې توګه هغه د غرایزو بې پایه واکمني ورماته او خپلواکي او اختیار یې ترلاسه کړل. حیوان تر اوسه مجبور دی ځکه هغه د غرایزو په کلکه ولکه کې دی. انسان اختیار لرونکی فاعل دی ځکه هغه په غرایزو باندې د عقل ولکه ټینګولای شي. ددې خپلواکۍ او اختیار له برکته هغه (انسان) په شعوری توګه د خپل چاپیریال د بدلون هڅه کړې ده او د چاپیریال بدلون خپله دده په فطرت کې هم بدلونونه پیدا کړي دي. حیوانات د غرایزو له لاسه مجبور دي. نو ځکه موږ د دغې کړنې تګلارې ته Behavior وایو. څنګه چې دا په انسان کې عقل او پوهه د غرایزو ړنده واکمني ماتوي نو ځکه موږ د دغې کړنې تګلارې ته Conduct نوم ورکوو. پردې سربېره فرویډ او پیروانو یې د خپلو آندونو بنسټ د فرد په روحي (نفسیاتي) تجزیې ایښی دی او ټولنیزو عواملو ته یې پاملرنه نه ده کړې. نو ځکه هغوی ددې ذهني او روحي بدلونونو جاج نشي اخیستلی هغه چې د ټولنې د یو وګړي په حیث په ذهن او د کړنې په تګلاره کې واقع کېږي.

د انسان پېژندنې پوهان موږ ته وایي چې په تېرو زیاتو او کم سل زره کلونو کې د انسان د غرایزو ښکارولو بڼې ښکاره بدلون کړی دی لکه: د تمدن له پیدایښت څخه وړاندې انسان خپله جنسي غریزه لږ او ډېره په وحشي بڼه سړه وله لیکن د فرهنګ او تمدن له برکته هغه د مینې او محبت له لطیفو جذباتو سره اشنا شو. ددغې جذبې ترجماني د تصوف اوعرفان او د کیسې د فن سبب شوه. د عقل او شعور نه درلودلو له کبله ځناور له خپله لاسه پر خپل حالت ولاړ پاتې دي. څرنګه چې نن کوم شخص د هغوی (ځناورو) په توګه په فاحش ډول د خپلې جنسي غریزې تسکین وکړي، نو د انسانانو له کتار څخه د باندې ویستل کېږي. په همدې ډول پخوانی انسان اومه غوښه په خپلو غاښونو پرېکوله او خوړله یې، لیکن هوښیارتیا دی د داسې آدابو پابند کړی دی چې، ددې غریزې په ښکارولو کې محسوس توپير تر سترګو کېږي. پردې سربېره د اوس مختلف غرایز ځانته خپلواک حیثیت نلري، بلکه کوم جذبات او احساسات چې ورسره تړلي په دې توګه په خپل منځ کې یو بل سره تړلي او یو له بل څخه جلا کېدای نشي. په ذهن کې ددې توپیر او بدلون د کېښودلو لپاره دا خبره په یاد ساتل ضروري ده چې د تمدني ژوند د پيل یوازې اته، لس زره کاله کېږي. د جیولوژیسټانو په آند له لمر څخه د ځمکې د جلا کېدلو څخه یوازې دوه میلونه کاله کېږي. د یخ لومړۍ پېر (Ice age) له نن شپږ سوه زره کاله مخکې پیل شوې وه او د یخ شپږمه دوره له نن څخه پنځوس زره کاله مخکې خپل عروج ته رسېدلې وه. د یخ په دې وروستي پېر کې د چاپېریال د ستونزو او سختیو پر خلاف کشمکش، د انسان د نیکونو شعور ته وده ورکړه چې ددې له کبله هغه د حیواناتو له کتار څخه جلا شو. د ځمکې د جیولوژیکي اوږدو زمانو په وړاندې د تېرو پنځه زره کلونو موده د یوې مسکا په څېر ده او کله چې موږ ګورو چې د اور، مصر او بابل د مدنیتونو پیل له میلاد څخه شپږ زره کاله وړاندې شوی نو زموږ د حیرانتیا هېڅ پای نه وي. په دومره کمه موده کې انسان د فرهنګ او تمدن څومره پړاوونه تېر کړي دي او د نورو حیواناتو په وړاندې د هغه په کړنو او ځانګړنو کې څومره ډېر توپیر او بدلون راغلی دی. او اوس چې علمي لاسته راوړنو او پرمختګونو دا چاره لا کړندۍ کړې ده دا شعور دومره ناشونی نه ښکاري چې راتلونکي لس زره کلونو کې به د انسان د فکر کولو او محسوسولو په ډول کې به ډېر بدلون راشي. او ددې فطرت به په نوې بڼه کې راښکاره شي.

کوم خلک چې د انساني فطرت نه بدلون ته قایل دي هغوی ښوونه او روزنه بې ګټې ګڼي. د هغوی په فکر د ښوونې او روزنې تر ټولو ښه ډولونه هم انساني فطرت ته بدلون نشي ورکولای. دا نظریه د منلو یوه ډېره وړ نظریه نه ده، ځکه چې د عادت اخیستلو یا عادت کېدلو وړتیا د انسان په فطرت کې شته ده او عادت په ډېري حالاتو کې دوهم فطرت (فطرت ثاني) جوړېږي. د ښوونې او روزنې په تاریخ کې دا مسئله لومړی د ارسطو د پام وړ وه چې د ماشوم د ښه کردار او شخصیت جوړونې لپاره په ماشوم کې ښه عادتونه پیدا کړای شي. ددې په پیروۍ لږ او ډېر د ښوونې او روزنې ټولو پوهانو په ماشومانو کې د ښو عادتونو د پیدا کولو هڅه کړې ده. له همدې کبله پستالوژي، هربرټ، مانټي سوري او دیوي د عادت اخیستلو او یا عادت کېدلو وړتیا ته ډېره پاملرنه کړې ده. روسي د غړو ماهر ایوان پاولوف په سپيانو باندې له سلګونو تجربو وروسته دا پایله ترلاسه کړې ده چې د یو کار په وار وار کولو سره په ځناورو کې شته رد عمل لا پياوړي کېدای شي. دغه پرمختګ او لاسته راوړنې ته هغه د Conditioned reflex نوم ورکړی دی. په لنډو کلمو کې ددې مانا داده چې که سپي ته د خوړو ورکولو په وخت کې زنګ وکړنګول شي نو سپی د زنګ په آواز داسې روږدی(شرطي) Conditioned کېږي چې کله زنګ ووهل شي او خواړه ورهم نکړل شي نو د سپي له خولې څخه ناړې راځي. د زنګ له آواز څخه پرته له بوی، لمس او روښنایۍ څخه هم دا پایلې ترلاسه کېدلای شي. ډاګټر واټسن د پاولوف ددې نظریې څخه په ډېره خوښۍ استقبال وکړ. او وې ویل چې ددې په روښنایۍ کې دې د ښوونې او روزنې اصول له سره ولیکل شي. کله چې په حیواناتو کې عادتونه پیدا کېدلای شي نو انسان چې د عقل او شعور لرونکی دی، په هغه کې مناسب عادتونه پیدا کولای شو او د هغه دوهم فطرت جوړېدلای شي. ویلیم جمیز په خپل تالیف “د ارواپوهنې اصول” کتاب کې پر عادتونو یو مشهور څپرکی ولیکه او هغه یې د انساني ټولنې محور اومرکز وټاکه. د هربرټ سپنسر په آند د ذهن د ودې او کردار او کړنې جوړونه په چاپېریال پورې اړه لري او د مناسب چاپېریال په پیداکولو سره انساني غرایز په مناسبو کالبونو کې اچول کېدای شي. په نوې ارواپوهنه کې اېډلر د فرويډ او میک ډوګل د جبر او سنیسیزم مخالفت وکړ. دده خپله نظریه ډېره حیاتي او مهمه ده ځکه یې په ښوونیزو ټولنو کې ډېر تود هرکلی وشو. د هغه په باور چې انسان د خپل ټیټ والي د احساس د جبران لپاره ټول عمر د خپل ځای د لاسته راوړلو یا ځان غوښتنې لپاره په هڅه کې دی. که دې باور ته په ځیر وکتل شي نو ښکاري چې په هر لوی روح کې د ځان غوښتنې جاذبه موجوده ده. د انسان د هوساینې لپاره د تاریخ ځینو مشاهیرو مال او شتمني څه چې، د خپل ځان له قربانولو څخه یې هم دریغ نه دی کړی. جې جي فرېزر په کردار باندې بحث کوي او لیکي:

“د کوم قوم یا وګړي د ټینګښت تر ټولو لویه نښه داده چې هغه حال پر راتلونکي باندې قربان کړي. او د اوس د خوندونو پر ځای د راتلونکي هوساینې او سوکالۍ ته ځیر شي. دا ځانګړنې چې په هر چا کې ډېرې شي په همغه اندازه به د هغه کړنې ښې او ټینګې وي. حتا که د خوارۍ وخت هم راشي. کله چې یو انسان د خپل ژوند ټولې سوکالۍ بلکه خپل ژوند قربانوي تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره ریښتنولي او خپلواکي رامنځته شي.”

د ایثار او قربانۍ دا صفات ددې دعوا تکذیب کوي چې انسان فطرتاً ځان غوښتونکی دی. سقراط، برونو، ووکلف، شیخ الاشراق سهروردی مقتول د خپل کوم ذاتي ګټې د ترلاسه کولو لپاره قربانۍ نه وې ورکړې بلکې د خپلو عقایدو او اصولو د ساتنې لپاره یې مرګ ته په ورین تندي دعوت ورکړی و. د سقراط ملګروو وویل:

“موږ به ساتونکو ته بډې ورکړو او له زندان څخه به ستاسې د تښتولو هڅه وکړو.”

سقراط له تښتېدلو څخه ډډه وکړه او وې ویل:

“زه آتن والو ته دا ویل غواړم چې انسان خپل اصول له خپل ځان څخه هم ګرانولی شي.”

د نړۍ د شهیدانو قرباني ددې خبرې ثبوت دی چې انسان په هر حالت کې ځان غوښتوونکی نه وي. که ځان غوښتنه دده په فطرت کې موجوده وای نو هغه ایثار او قربانۍ ته څنګه چمتو کېدای شوای. پردې سربېره که انسان فطرتاً ځان غوښتوونکی وای نو د انسان دوستۍ (Humanism) اصل به څنګه د اخلاقو، فلسفې، سیاست او د کیسې د فن اصلي بنسټ جوړېدای شو.

د انسان د فطرت د نه بدلېدلو د نظریې مفکرین دا هم وایي چې انسان فطرتاً جګړه غوښتونکی دی. نو ځکه له جګړې څخه په هېڅ حالت کې هم لاس اخیستل ناشونې دي. د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوناني فیلسوف هراکلیتوس دا نظریه وړاندې کړې وه. تر هغه وروسته ماکیاول، هیګل، نټشي او سپینګلر د انسان د پرمختګ لپاره جګړه ضروري ګڼلې وه. او ددې په تعریف او توصیف یې د جرمني د عسکري نظام ریښې پیاوړې کړې، سپینګلر وایي:

“انسان ښکاري ځناور دی، زه به دا خبره په وار وار تکرار کړم. جګړه او تاوتریخوالی ژوند دی او جګړه او تاوتریخوالی د ژوند بنسټیز حقیقت دی.”

سپینګلر او لارویان یې دا ګڼي چې جګړیز حالت په فطرت کې شته ده. انساني فطرت نه بدلېدونکي دی نو ځکه له جګړې او تاوتریخوالي پرته بله لار نشته. هغه دا حقیقت هېروي چې انسان، انسان دی نه ښکاري ځناور. ددغه متمدن ژوندون خو لا تر اوسه څو زره کاله تېر شوي دي. د پرون خبره ده چې دده پلرونو د وحشیانو په شان په ځنګلونو او غرونو کې اوسېدل لیکن د فرهنګ او تمدن په دې لږه موده کې انساني آزادي برملا، او انسان دوستۍ، مېړانې، ځان ښندنې او انساني همدردۍ ته یې پياوړتیا بخښلې ده. د هیګل او سپینګلر پیروان نن سبا دا دلیل وړاندې کوي چې انسان هایدروجنی او میګاټن بمونه جوړ کړي دي او ډېر ژر به د ځمکې له مخې د انسان نسل له منځه لاړ شي. ښکاره ده که د هغو بمونو د څښتنانو په لاس وای نو اوس به په نړۍ باندې قیامت راغلی و. د هغوی بخت آزمویونکو حیثیت د هغو مجرمانو په څېر دی چې په هره ټولنه کې شتون لري. د څو مجرمانو له کبله ټولې ټولنې ته مجرمین نه شو ویلای. څرنګه چې ټولنه یو ورځ نه یوه ورځ مجرمانو ته په سزا ورکولو کې بریالۍ کېږي. په همدې ډول به انسان هم هغو سیاستوالو ته اجازه ورنکړي چې هغوی د خپلو هېلو پوره کولو لپاره بې ګناه او سوله خوښوونکي انسانان د مرګ خولې ته ورټېل وهي. د انسان د ټولیزې انسان دوستۍ او همدردۍ جذبه به هغه جګړه غوښتونکي یقیناً تباه او برباد کړي، پردې سربېره د ساینس او مناسبې ښوونې او روزنې له کبله د انسان د جګړې جذبه بل لوري ته هم اړول کېدلای شي. د فطری عناصر په خلاف جګړه او د ټولنیزو بدیو د بندولو په هڅه هم انسان د جګړه غوښتنې جذبه سړه ولی شي. حقیقت دادی چې ورځ په ورځ د انساني غرایزو د سوکالۍ بڼې بدلېږي. ځکه چې په ټولنه او چاپېریال کې لوی بدلون رامنځته کېږي. د نړۍ د تاریخ له مطالعې څخه څرګندېږي چې د مصر او یونان متمدن انسان د اخلاقو او عادتونو له پلوه د لرغونې دورې له انسان سره ډېر توپیر درلود. لږ او ډېر همدومره توپیر د نني انسان او مصري او یوناني انسان تر منځ محسوسېږي. ځکه چې د کلونو په تېرېدو سره ټولنیز، سیاسي او اقتصادي نظامونه بدل شوي دي او د چاپېریال له بدلون سره انساني فطرت هم بدلون مومي. همدغه عمل به تر بې شمېره پېړیو پورې روان وي. له نن څخه لس زره کاله وروسته راتلونکی انسان به زموږ د پېر انسان ته د وحشي په فکر ګوري. څرنګه چې موږ د غارونو انسان ته وحشي وایو. د آبادۍ له ډېروالي سره د سنیسیزم او هېوادپالنې د دېوالونو ورانول ضروري دي. او د ځمکې کره ورځ په ورځ د یو لوی ښار بڼه ځانته غوره کوي چې ښاریان به یې یو له بل څخه کرکه هېره کړي. انسان د خپلې ټولنې د بدلون لپاره پرلپسې هڅه کوي ځکه چې هغه د عقل او شعور خاوند دی. د یوې نمونه وي ټولنې د جوړولو لپاره ښایي څو نورې پېړۍ هم تېرې شي لیکن د انسان پر خپل بریالیتوب باندې باور دی. دده (انسان) دا حقیقت څرګند شوی دی چې یوازې د نمونه وي ټولنې په جوړېدو سره د نمونه وي انسان پیدا کېدل شوني دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی