سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهدیپلوماتیکې سرچینې وايي، د جلالي په مشرۍ عبوري اداره جوړېږي

دیپلوماتیکې سرچینې وايي، د جلالي په مشرۍ عبوري اداره جوړېږي

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) العربیه تلویزیون د دیپلوماتیکو سرچینو په قول وايي، د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر علي احمد جلالي په مشرۍ به عبوري حکومت جوړ شي.

له پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د جلالي په مشرۍ د موقت حکومت اوازې خپرې دي.

خو نن العربیه تلویزیون وویل چې دیپلوماتیکو سرچینو ورته ویلي چې د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او په واشنګټن کې د دفاعي چارو پوهنتون استاد علي احمد جلالي د موقتې ادارې مشرۍ ته غوره شوی دی.

که څه هم تراوسه پورې نه دي ویل شوي چې د عبوري دورې موده به څومره وي خو په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانان ادعا کوي چې جلالي به د شپږو میاشتو په مخه د عبوري حکومت مسوولیت په غاړه ولري.

خو  له بلې خوا پاکستان هڅه کوي چې د طالبانو او پخوانۍ شمال ټلوالې د مشرانو ترمنځ ګډ حکومت جوړ شي. پاکستان د محمد محقق، کریم خلیلي، میر رحمان رحماني، یونس قانوني او څو نورو مشرانو  لپاره د کابل نړیوال هوايي ډګر ته الوتکه راستولې چې اسلام اباد ته یې ورسوي او هلته یې له طالبانو سره موافقې ته ورسوي خو په هوايي ډګر کې دې الوتکې ته د پرواز اجازه نه ورکول کېږي.

په همدې حال کې د کابل له شماله ترلاسه شوي راپورونه وايي چې طالبانو نن بګرام هوايي اډه ونیوله.

په بګرام کې شاوخوا ۵۰۰۰ طالب بندیان هم ساتل کېږي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د پلچرخي محبس بندیان خوشي شوي او ورسره جوحت په ښار کې بې نظمۍ رامنځته شوې دي.

په پلچرخي زندان کې ډېر شمېر جنایتکاران هم سانل کېدل.

د محبس د شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې بندیانو له خلاصېدو سره سم له پولیسو وسلې په زوره اخیستي او د لوټ هڅه کوي.

د کابل ښار په ځینو نورو سیمو په تېره بیا د شمالي سرای په شاوخوا برخو کې د لوټ او غلاوو راپورونه ورکړای شوي دي.

د پروان د مرکز چاریکار له محبسه هم ټول بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

3 COMMENTS

  1. جلالی د اشرف غنی ، انورالحق احدی او کرزی د افغانستان اساسی دوښمن زلمۍ خلیلزاد ګروپ کښی روزل شوۍ دی دوی لکه تنظیمونه ، کمونیستان او طالبان د اجنبیانو تر قومانده لاندی دی اما د امریکا ظالم لعینان باید پوه شی چی د انګلیس منافق سیاست په افغانستان کښی اوس نشی چلیدای د تاسو دا اخیری تهدابی تربیه شوی طالب وحشیان به هم پنجابی پاکستان ته دوباره داسی ولیږل شی چی ددوباره راپورته کیدو توان به بیا ونلری او پنجابی پاکستان به د پخوا په شان د پټان نام اوریدو سره باید په لرزا راستل شی چی راتلوونکی بیا داسی خیانت باندی د افغانانو مقابل کښی پوری نکړی او لعین خلیلزاد باید دده جنایتونو په خاطر محاکمه شی !!!!

  2. ډکاتر صاحب غروال السلام علیکم
    ستاسو نظر مو ولوست د فعلاً لپاره مقصد همدا سیهی ده چی اوس امنییت او عدالت قایم شی او د ظلم مخه ونیول شی مقصد د قدرت خلا ډکه شی خو فکر کوم اساسی قانون تر پښو لاندی شو نه لویه جرګه شوه، نه استعفا او نه اظطراری حالت او نه دشورا ملی کوم مجلس هسی یو په یو ولسمشر له دندی ولاړ لکه کودتا چی وشی شاید د اګست د پنځلیسمی یا د اسد د ۲۴ ورځ هم د کودتا د ورځې په نوم ثبت شی خو مهمه دا نده چی د یو قهرجن او باټو ولسمشر په ضد کودتا او که د یو قانونی خدمتګار په وړاندی خو کار د قانون خلاف وشو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب