سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهکابل ته د طالبانو په نوم تللي کسان طالبان نه دي

کابل ته د طالبانو په نوم تللي کسان طالبان نه دي

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) طالبان وايي، د دوی هیڅوک کابل ته داخل شوي نه دي او کوم کسان چې ادعا کوي طالبان دي او ځانونه په کابل کې ښيي، داړه ماران دي.

د طالبانو ویندوي د کابل له امنیتي چارواکو غوښتي چې دا ډول کسان ونیسي.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي و چې د دوی کسان به پلازمېنې ته داخل نه شي او تر څو چې اوسنۍ اداره په واک کې وي، د کابل د امنیت مسوولیت په غاړه لري.

له بلې خوا د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر بسم الله محمدي کابل ښاریانو ته د امنیت ډاډ ورکړ.

ده د ګڼو نورو امنیتي چارواکو په منځ کې په یوه وینا کې وویل«د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري تاسو ټولو خلکو ته د کابل د امنیت ډاډ درکوم. ستاسو دفاعي او امنیتي ځواکونه د کابل دفاع ته ژمن دي.»

ده همداراز وویل چې نړیوال ځواکونه هم له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکاري کوي.

محمدي همداراز وویل چې ولسمشر اشرف غني پرون د هیواد له مشرانو سره ولیدل او په دې یې سره سلا وکړه چې سبا / دوشنبه د افغانستان د مسلې په اړه د موافقې لپاره یو پلاوی قطر ته ولېږي.

د دفاع سرپرست وزیر وویل«تر څو چې په کابل، په افغانستان کې موافقه کېږي، زه تاسو ټولو ته ډاډ درکوم چې د کابل امنیت به خوندي وي.»

په همدې حال کې د افغانستان د مرکچي پلاوې یوې غړې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ پلاوی به نن قطر ته لاړ شي.

فوزیې کوفي ویلي چې دا پلاوی به له طالبانو سره وویني.

خو یوې بلې سرچینې رویټرز ته ویلي چې دا پلاوی به له طالبانو سره پر واک لېږد خبرې وکړي.

د سرچینې په وینا په خبرو کې به امریکايي استازي هم برخه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب