سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهطالبان وايي، د پلازمېنې د امنیت لپاره یې وسله وال ښار ته...

طالبان وايي، د پلازمېنې د امنیت لپاره یې وسله وال ښار ته ننوتل

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) راپورونه وايي چې وسله وال طالبان د ښار یو شمېر برخو ته داخل شوي او په تدریج د ننوتو په حال کې دي.

کابل ته طالبان په داسې حال کې ننوځي چې ځینې ناتایید شوي راپورونه وايي، ولسمشر اشرف غني له افغانستانه وتلی دی.

عبدالله عبدالله څو شېبې مخکې په یوه ویدیويي پیغام کې ولسمشر غني د افغانستان پخوانی ولسمشر وباله او ویې ویل چې له هیواده وتلی دی.

خو الجزیرې ته د حکومت دوو سرچینو ویلي چې ولسمشر غني له هیواده وتلی نه دی.

طالبانو ویلي، دوی سهار ژمنه کړې وه چې پلازمېنې ته به نه داخلېږي خو اوس یې داسې راپورونه ترلاسه کړي چې په ځینو حوزو کې پولیسو او نورو امنیتي مسوولانو دندې پرې ایښي دي نو دوی احساس کوي چې ګډوډي به رامنځته شی.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ویلي« د دې لپاره چې خدای مه کړه په کابل کې عام چور او تالان ګډ نشي، سوء استفاده کونکي افراد خلکوته ضرر او صدمه ونه رسوي، اسلامي امارت خپلو ځواکونوته امر وکړ چې د کابل هغو ساحوته داخل شي له کومو څخه چې دښمن تللی او سیمې د چور او تالان له خطر سره مخ دي.

بناء د کابل ښاریان دې له مجاهدینو څخه هيڅ ویره نه محسوسوي، زموږ ځواکونه به په ډير آرام سره د کابل ښار ته داخلیږي، له هیچا سره کار نه لري، حکومتي نظامي او ملکي کارونکي دې ډاډه اوسي چې هيڅوک په هغوی کارنه لري، هيچ مجاهد ته اجازه نشته چې د چا کورته داخل شي، یا څوک وځوروي او یا د چا د آزار او اذیت سبب شي.»

همداشېبه د کابل په لوېدیځ په تېره بیا د خوشالخان مېنې په شاوخوا کې خال خال ډزې هم اورېدل کېږي. حو څرګنده نه ده چې دا ډزې څوک کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب