سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهله هیواده د ولسمشر غني د وتلو خبرونه تایید شول

له هیواده د ولسمشر غني د وتلو خبرونه تایید شول

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) څو سرچینو تایید کړه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن له هیواده ووت او ورسره جوخت وسله وال طالبان ښار ته راننوتل.

پر ولسمشر غني له داخل او بهره سخت فشار و چې له واکه لاس واخلي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس ته دولتي چارواکو د نومونو د نه څرګندېدو په شرط ویلي چې ولسمشر په الوتکه کې له هیواده ووت.

عبدالله عبدالله هم تایید کړې چې ولسمشر غني له هیواده وتلی دی.

عبدالله به انتقادي لهجه ویلي چې «غني په سخت حالت کې له هیواده ووت او خدای به ورسره حساب وکړي.»

تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ولسمشر غني کوم هیواد ته تللی دی خو رویټرز خبري اژانس د کورنیو چارووزارت د یوه چارواکي په قول ویلي چې ښاغلی غني تاجکستان ته تللی دی.

رویټرز وايي چې د ولسمشر غني دفتر د نوموړي د وتلو یا نه وتلو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

څرګنده نه ده چې ایا ولسمشر غني استعفا کړې او که نه ده او دا هم معلومه نه ده چې واک یې چا ته سپارلی.

4 COMMENTS

  1. عبدالله د غنی په هکله باید سخت الفاظ یا بی ادبی ونکړی زکه که هغه ملامتوی نو دی هم تر هغه اضافه ملامت دی نو او س د ملامت و سلامت معلومولو وخت ندی دا به تاریخ ثابته کړی اوس مهمه داده چی یوبل ته د وروری لاسونه ورکړی عبدالله دی جلالی صاحب ته توبه وباسی ترڅو یو ښایسته عادل اسلامی افغانی وطنپال ملی حکومت جوړ شی د ټولو مشکلاتو مور همدا شمال تلواله وه

  2. سلامونه،
    څومره بې حیا او نمکهرامه دی !. په ۳۹ سلنه رایو ناکامکه ! د غني له برکته د څوکۍ خاوند سوې ؛
    او له هغه مخکې د کرزي له نیمه-ټلوالې توبه او ( سي آی اې او… ) سره آهای! خوب کدم لس میلیونه ډالر او ۲۰ زره ډالري درېشي او څه نور ګو و ګنث ،حساب ته باید ولس او خدا ته ورکړې که غني؟ .
    شلیته توب، ګلمرجان توب او شبنم ثریاتوب!!! هم اندازه لري .
    دی لکه هاغه د کارغل او د نجیب وزیر خارجه (وکیل) چې د جبلسراج شومې کودتا نه ې وروسته کابل ټ.وي. کې د نجیب پسې ویلې:”قرار ره بر فرار ترجیح داد!!.” بیا همهاغه سناریو تکراروي.
    خو دا ځلي ورته طالبان تکړه شوي او له قطر، ایران، روس او چین او همدا پنجابستان څخه ډیر څه زده کړي دي ان شاء الله. لڼډ غر او ګیلمجمان خنزیران به اڼډو خر ته نه پریژدي!!.صم بکم عمی …

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب