Homeخبرونهد ولسمشر غني له وتلو وروسته د همږغۍ شورا جوړه شوه

د ولسمشر غني له وتلو وروسته د همږغۍ شورا جوړه شوه

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) له افغانستان د ولسمشر غني له وتلو وروسته د عبدالله عبدالله، حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار په ګډون د همږغۍ شورا جوړه شوه.

دې شورا له امنیتي ځواکونو او طالبانو غوښتي چې له زغمه کار واخلي او د غیرمسوولو کسانو له لوري د ګډوډۍ کلکه مخه ونیسي.

د همږغۍ شورا د جوړېدا هدف د خلکو د کړاوونو د کمېدو لپاره د ګډوډۍ مخنیوی، د سولې او د واک د سوله ییز لېږد د چارو لا ښه اداره بلل شوې ده.

دوی د ټېلفون درې شمېرې هم اعلان کړي او ویلي یې دي چې د اړتیا په صورت کې دې تماس ورسره ونیول شي.

عطا محمد شریف: (۰۷۰۰۲۲۹۷۲۰) (۰۷۹۹۱۵۱۶۶۶)

عبدالرقیب: (۰۷۹۹۷۹۴۵۰۰)

په همدې حال کې ګڼ شمېر طالبان د ښار په بېلابېلو سیمو کې ځای پر ځای شوي او ویل شوي چې نور طالبان به هم نن شپه ښار ته راشي چې د ګډوډ‌ۍ او لوټ مخه ونیسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...