چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهطالبانو ارګ تر کنټرول لاندې راوست، هوايي ډګر ته هم تللي

طالبانو ارګ تر کنټرول لاندې راوست، هوايي ډګر ته هم تللي

تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) له افغانستانه د ولسمشر اشرف غني له وتلو وروسته طالبان، چې په تدریج په کابل ښار کې ځای پر ځای کېږي، ارګ ته هم ورسېدل.

راپورونه وايي چې دا اوس د ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) د طالبانو په لاس کې ده.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي، طالبانو ورته ویلي چې ژر به له ارګ څخه د طالبانو اسلامي امارت اعلان کړي.

الجزیره تلویزیون وايي چې طالبان د کابل د نړیوال هوايي ډګر پوځي برخې ته هم داخل شوي او له هوايي ډګره د ډزو ږغونه هم اورېدل شوي دي.

ارګ ته د طالبانو د ننوتو خبره د طالبانو دوو قوماندانانو رویټرز خبري اژانس ته کړې. طالبانو رسماً د ارګ د نیولو په اړه لا څه نه دي ویلي.

تر دې څو ساعته مخکې د طالبانو د قطر د دفتر یوه غړي سهیل شاهین الجزیرې ته ویلي و چې طالبان په سوله ییز ډول واک لېږد ته انتظار دي. شاهین نور جزییات څرګند نه کړل خو داسې ښکاري چې تحولات تر هغه څه ډېر چټک دي چې طالبانو یې هم اټکل نه و کړی.

طالبانو نن ورځ ویلي و چې غړي به یې کابل ښار ته داخل نه شي خو وروسته یې وویل، د دې لپاره چې اکثرو امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو دندې پرې ایښي دي، د خلکو د امنیت لپاره په ښار کې ځای پر ځای کېږي.

د کابل په ځینو سیمو کې د غلاوو راپورونه ورکړل شوي خو تمه ده چې د طالبانو له ځای پر ځای کېدو سره د خلکو اندېښنه کمه شي.

خو له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر کابل ښاریانو ږغ کړی چې نن شپه له کورونو ونه وځي. د طالبانو اعلامیه په دې ډول ده:

1- د کابل د خلکو د نن ورځې د ځورېدنې له امله د افغانستان د اسلامي امارت مجاهدین بخښنه غواړي.
2- دا چې ټولې امنیتي حوزې خالي شوي دي، دا مو اړینه وبلله چې ژر تر ژره زموږ مجاهدین پلازمېنې کابل ته ننوځي، ترڅو د بانکونو، دکانونو، موسساتو، سفارتونو، دفترونو او مارکېټونو د چور مخنیوی وکړي،
3- د پلازمېنې کابل له شریفو خلکو څخه په ډېر درنښت غوښتنه کوو چې یواځې دې نن شپه له کومې جدي اړتیا څخه له کور څخه بهر ونه وځي، که کومه جدي پېښه وه کولای شي چې زموږ مجاهدین ورسره مرسته وکړي.
4- زموږ ځواکونه قول اردو او ځینو حوزو ته رسېدلي دي او دا لړۍ همدا مهال ښه په قوت سره روان دی،
5- ټولو نظامي او ملکي ادارو ته ډاډ ورکوو چې هېڅ ډول اندېښنه دې نه کوي.
5- کابل ښار په حوزو باندې تقسیم شوی دی، موږ مخکې له مخکې د کابل د ښار نقشه اخیستې ده، په دې برخه کې هېڅ ډول ستونزه نه لرو.
6- هغه اوباشان چې هڅه کوي د خلکو مال، دکانونه، موټران، بانکونه او کورونه چور کول غواړي د اسلامي امارت مجاهدین به دوی سره سخت چلند وکړي چې بیا یې فکر هم ونکړي

1 COMMENT

  1. سلام علیکم
    هیڅکله به د طالب د مشروعیت او حقانیت د ادعا په نفی کولو کی تردید ونکړم؛
    خو سره لدې
    د یو ایمانی او وطنی رسالت د اِحساس پر بنسټ غواړم دوه ټکی بیان کړم:
    ۱- د اسلام د حق دین د ځینو احکامو په بدیهاتو خو حتی یو مبتدی او مقتدی مسلمان هم باید پوه وی.
    د ” تعقل او قیاس ” اصل ته په کتو سره حتی یو خلیفةالمسلمین هم حق نلری چی د یو ښار د زندان دروازه ماته او زندایان بېله حساب او کتاب څخه خوشی کړی البته د خاصو شرائطو په رُڼا کی د سیاسی- عقیدتی بندیانو خوشی کول شاید یوه منونکې توجیه ولری امّا پخپل سر او خپله رأیه د جنائی بندیانو او زندانیانو خوشی کول په حقیقت کی حرامه کړنه ده ځکه دا کړنه د حق الله او حق العبد د اصولو د اِعمال په وړاندی یو ډول سرکښی او معصیت ګڼل کیږی.
    جنائی زندانیان د حاکمی مشروع او قضائی دستګاه په حُکم زندانی سوی دی او جرم ئې محرز دئ.
    بناً د طالبی دستګاه فقهاء ( ګومان نکوم د طالب په ټوله ډله کی یو فقیه هم شتون ولری ) باید د جنائی بندیانو د خودسرانه آزادۍ د حُرمت مسئله په جدّی توګه تعقیب کاندی ځکه د جنائی بندیانو خوشی کول بد اجتماعی عواقب او پایلی لری.
    ۲- زه یو سل کلن ( مثلاً ) افغان یم او د سلو کلونو په اوږدو کی می څو ځلی د ” ملی بیرغ ” سره د بیرغ د څرنګوالی په هکله جنجالونه را منځته او یو بل مو تر خوټو سره نیولی دی او په عین حال کی مو یو پر بل خندلی هم دی، باالآخره څو ویشت کلونه مخکی سره پُخلا او یو بل مو په رسمیت سره وپېژندل او نړۍ هم په رسمیت وپېژندو.
    تور سور زرغون رنګ او ښکلئ نښان او د تکبیر او کلمۀ طییبه ښکلې څېره پر منقوشه ده.
    د طالب پر بیرغ هم کلمۀ طیّبه منقوش ده او د درناوی وړ ده
    امّا
    د طالب بیرغ د یوې خاصی فکری ډلی بیرغ دئ نه د یو مستقل او دېرش میلونی هیواد ملی بیرغ.
    طالب د ټولو مدنی او اخلاقی قوانینو په استناد هیڅ حق نلری چی خپل فکری بیرغ د ملی بیرغ پتوګه پر وولس او هیواد تحمیل کړی. دا ډول زورمندانه او ظالمانه تحمیل د وولس پر مدنی حقوقو د تجاوز د جرم تر څنګ د کلمۀ طیّبه د سپکاوی د ګناه خطر هم لری چی ددې ګناه د جرم عواقب هم د طالب پر اوږو لیکل کیږی ځکه د وولس اکثریت خصوصاً ځوان قشر د طالبی تفکر سره جوړ نه دی او د طالب سره د مخالفت له وجی به خدای مکړه د بیرغ کلمې شریفی ته سپکاوی وکړی البته دا ځوان به پر ملی بیرغ باندی د منقوشې کلمې او تکبیر احترام او درناوی د ملی بیرغ د احترام په اعتبار پر ځان لازم وګڼی ( حد اقل ).
    که څنګه؟
    پورته تبصره ما ” ټکی آسیا ” ته هم لېږلې ده، که څه هم د نن ټکی آسیا مسئولین منصف خلګ دی او د خپرېدو څخه به ئې ډډه ونکړی خو د خپلی وسوسې د لیری کولو پخاطر می ” تاند ” ته هم ولېږله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب