دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپر کابل د طالبانو د دويمې واکمنۍ په لومړۍ ورځ او شپه...

پر کابل د طالبانو د دويمې واکمنۍ په لومړۍ ورځ او شپه څه وشول؟

تاند (  يکشنبه د اسد ۲۴مه)  کابل ښاریانو نن سخته ورځ تېره کړه.

د کابل ښاریانو ژوند نن د پخوا په څېرنه و، سهار لس بجې د کابل ښار په ځینو سیمو کې د ډزو د غږونو په اورېدو سره په خلکو کې وېره خوره شوه.

د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته د افغانستان د اسعارو تر ټولو لوی بازار «شهزاده سرای» وتړل شو او د ښار په نورو سیمو کې تړل کېدل او کورونو ته د خلکو ستنېدل پېل شول.

په ناڅاپي توګه کورونو ته د خلکو ستنېدو ګڼه ګوڼه جوړه کړه او خلکو په آسانۍ د سپرلۍ موټر نه شوای پېداکولای.

خلکو وضعیت ته په کتو د اړینو توکو پېرل پېل کړل چې ورسره سم د توکو بیې هم لوړې شوې، د بیلګې په توګه یو کیلو ګاز چې پخوا په شپېته افغانۍ وو، نن سل افغانۍ ته ورسېدل.

ځينو سیمو کې نانوایۍ هم وتړل شوې.
نن هم د تېرې ورځې په څېر د بانکونو مخې ته خورا ګڼه ګوڼه وه، خو خلک د خپلو پېسو په ترلاسه کولو بریالي نه شول.

خصوصی بانکونو ته ډیری ورغلي خلک هغه کسان وو چې ژوند یې یوازې په میاشتني معاش پورې تړلی. په دوی کې تر ډيره ښوونکي، دولتي مامورین او د امنیتي ځواکونو سرتېري وو.

د بانکونو مسوولان وايي،چې د مشتریانو د ورماتېدو له امله یې چارې ټکنۍ شوي دي.

بل خوا خلک وایي چې د افغانستان بانک په اعتبار یې په دغو بانکونو کې پېسې اېښي دي خو اوس یې بانکونه پېسې نه ورکوي، د دوی په وینا اوسني چارواکي یې باید پر ستونزو غور وکړي.

کابل ښاریانو ته نن یوازې دغه ناخوالې ورپېښې نه وي، بلکې د ښار په بیلابیلو برخو کې د کورونو د لوټل کېدو رپوټه هم ورکړل شوي دي.

په بیلابیلو سیمو کې د ډزو له امله د خلکو ټپي کېدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

د کابل شپه

نن د نورو ورځو پر خلاف خلکو وختي ځانونه کورونه ته رسولي دي او ویل کیږي چې ګرځبندیزهم لګېدلی دی.
په ښار کې د نورو شپو په پرتله نن چوپیتا ده.
همدا اوس چې د شپې نهه بجې دي، چګپوړي طالب چارواکي ارګ ته ننوتل.
د ارګ پخواني ساتونکي بې وسلې شوي، امنیت یې طالبان نيولی دی.
طالبانو رسنیو ته د پيغامونو په لېږلو سره د خبریالانو د ورلېږلو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې دوی  يو لړ مراسم لري.خو څرګنده نه ده چې  د رسنیو استازي به  ورشي او کنه.

ملي ټلویزیون د سولې پيغامونه خپروي او په منځ منځ کې یوه سندره هم خپرېږي، خو حماسي او د سولې په هکله سندره.

خصوصي ټلویزونونو چې پخوا به یې دا مهال ترکي سریالونه خپرول نن شپه یا دیني خپرونې خپروي او یا هم خبرونه وړاندې کوي. خو خبرونو کې هم تر ډيره د سکایپ له لارې پر مرکو تکیه کیږي.

ځينې ټلویزیونونه بیا خپل پخواني مستندونه خپروي.

یوه خصوصي ټلویزون د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره مرکه وکړه. د مجاهد د خبرو نچوړ دا و چې عمومي عفوه یې اعلان کړی او ددې ډلې جنګیالي پر چا کار نه لري.

هغه د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ټلویزیونونه دې خپلې خپرونې کوي او د ټلویزیونونو د ښځینه کارکوونکو د خوندېتوب ډاډ یې هم ورکړ.

د کابل ښار په ځينو سیمو کې د ډزو غږونه اورېدل شوي، طالبان وايي چې لا به د خوښۍ ډزې وي او یا هم د فردي مقاومت چې د دوی په وینا دومره لویه خبره نه ده.
خو په ټوله کې نن شپه کابل ښاریان آرام خوب نه لري، دا اندېښنه یې آرام خوب ته نه پرېږدي چې سبا څه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب