تاند ( یکشنبه، د اسد۲۴) د افغانستان ولسمشر اشرف غني، نن/ یکشنبه هیوادوالو ته په یوه پیغام کې له هیواده د وتلو دلایل څرګند کړل.
ښاغلي غني په دې پیغام کې چې په لیکلې بڼه یې خپور کړی دی، ویلي چې له یوه سخت انتخاب سره مخامخ و چې یا به یې له وسله والو طالبانو سره جګړې ته دوام ورکاوه او یا به له هیواده وت.
ښاغلي غنی ویلي، که یې د کابل د ساتنې لپاره د طالبانو په وړاندې مقاومت کړی وای، ښايي ډېر ښاریان (شهیدان) شوي او د کابل ښار ویجاړ شوی وای.
د ده په وینا دا به د کابل په شپږ ملیوني ښار کې یو ناورین و.
دی همداراز وايي چې طالبانو ورته ویلي و چې د ده د لېرې کېدو لپاره پر کابل ښار حملې کوي خو ده د دې لپاره چې د وینو د سیلاب مخه ونیول شي غوره وګڼله چې له هیواده ووځي.
اشرف غني په عین حال کې ویلي «د توری او ټوپک قضاوت طالبانو ګټلی او اوس د وطنوالو د ناموس، مال او ځان د ساتلو مسئول دي. مګر د زړونو مشروعیت دوی نه ده ګټلی. هیڅکله په تاریخ کې وچ زور چاته مشروعیت نه دی ورکړی او نه یې ورکوي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي غني د تېرو دوو انتخاباتي مبارزو سیال عبدالله عبدالله پرې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې «غني په سخت حالت کې له هیواده ووت او خدای به ورسره حساب وکړي.»
اشرف غني طالبانو ته په خطاب کې ویلي «دوی اوس له یوې نوې تاریخي ازموینې سره مخامخ دي؛ یا به د افغانستان نوم او عزت ساتي او یا به نورو ځایونو او شبکو ته لومړیتوب ورکوي. ډیر خلک او ډیر اقشار په ډار کې دي او په راتلونکي باندی بې باوره دي؛ طالبانو ته لازمه ده چې د افغانستان ټولو ولسونو، قومونو، بیلابیلو اقشارو، خویندو او میرمنو ته ډاډ ورکړي چې د مشروعیت د ګټلو او د خلکو د زړونو د ډاډه کولو لپاره واضحې طرحې جوړې او له ولس سره شریکې کړي.»
طالبانو ویلي چې د قدرت انحصار نه غواړي او حتي دوی د راتلونکي نظام د څرنګوالي په اړه له نورو خواوو سره خبرو ته چمتووالی لري.
امریکا او لوېدیځو هیوادونو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که کابل یې په زور ونیوه، دوی به یې حکومت په رسمیت ونه پېژني.
د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پېژندل کېدل د افغانانو د کړاوونو د زیاتېدا سبب کېدای شي خو که طالبان له سیاسي ځیرکۍ کار واخلي، پر خپل ګوندي بیرغ، امارت او نورو سختدریځو پالیسیو ټینګار ونه کړي، هم به د دوی تر مشرۍ لاندې حکومت نړیواله ټولنه په رسمیت وپېژني او هم به د ډیرو افغانانو ملاتړ خپل کړي.