جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد امریکا لوی درستیز: په افغانستان کې د القاعده په شان ډلې...

د امریکا لوی درستیز: په افغانستان کې د القاعده په شان ډلې به تر مخکیني اټکل ژر راپورته شي

تاند (دوشنبه، د اسد۲۵) د امریکا د متحدو ایالتونو لوی درستیز جنرال مارک میلي د یکشنبې په ورځ، چې وسله والو طالبانو د ارګ په شمول کابل ولایت ونیوه، سناتورانو ته په وینا کې وویل، د القاعده په شان تروریستي ډلې ممکن تر هغه څه چې دوه کاله پخوا یې دفاعي چارواکو اټکل کاوه، ژر په افغانستان کې سر راپورته کړي.

جنرال میلي د خپلې ادعا د ثبوت لپاره په افغانستان کې د طالبانو وروستي چټک پرمختګونه وبلل.

د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، د امریکا لوی درستیز د طالبانو وروستیو چټکو پرمختګونو ته په اشارې وویل، د افغانستان وروستی وضعیت د یوه ستر تروریستي ګواښ سبب کېدای شي.

په همدې حال کې د امریکا د کانګریس یو شمېر غړیو د افغانستان د حکومت د پرزېدو په خاطر پر ولسمشر جو بایډن توندې نیوکې وکړې.

د نیوجرسي جمهوریپال استازي باب هوګین وویل چې بایډن طالبان پرېښودل چې افغانستان ونیسي. د جمهوریپال ګوند بل سناتوراندي کیم هم پر بایډن ورته نیوکه وکړه.

د کانګریس په غونډه کې د اقلیت مشر کیفین مک کارټي د کابل وضعیت تر ټولو بده ممکنه نتیجه وبلله.

ده زیاته کړه«دا د ویتنام یاد تازه کوي چې هیلي کوپترونه اوس له سفارته الوزي او یا هلته کښېني.»

په غونډه کې د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټن وویل، په داسې حال کې چې پینتاګون د یو شمېر بالقوه نتیجو پلان جوړاوه، د طالبانو په وړاندې د افغان ځواکونو نه مقاومت خورا نهیلوونکی و.

«دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې د ايتلافي ځواکونو له لوري روزل شوي وو، مدرن هوايي ځواک یې درلود، ښې وسلې او وسایل یې لرل او دا ټول د دوی امتیازونه وو. خو څوک چا ته په زور اراده او مشرتوب نه شي ورکولی او دا واقعاً په اوسنیو شرایطو کې کم و.»

1 COMMENT

  1. خپله مو ورته پلاس ورکړ او اوس داخبرې کوئ بیا لاړ شئ او په زرهاو افغانان ووژنئ او خپلې وسلې پرې ټیسټ کړئ. افغانان او د هغوی خاوره ستاسو لپاره د یو تمریناتي میدان مثال لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب