جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهامریکا د نړۍ سلو هېوادونو ته ۵۰۰ ملیونه ډوزه واکسین ورکوي

امریکا د نړۍ سلو هېوادونو ته ۵۰۰ ملیونه ډوزه واکسین ورکوي

تاند(پنج شنبه، د اسد ۱۴) امریکا وایي د نړۍ ۶۵ بېوزله هېوادونو ته یې ۱۱۰ ملیونه دوزه د کورونا واکسین ویشلي.

د امریکا ولسمشر جو بايډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دوی د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان په لاس د نړۍ شاوخوا ۶۵ بېوزله هېوادونو ته ۱۱۰ میلیونه ډوزه واکسین ورکړی چې د ۲۰ هېوادونو د مجموعي مرستې په پرتله دا شمېره لوړه ده.

هغه زیاته کړې چې د جي اووه هېوادونو هم ژمنه کړې وه چې د نړۍ بېوزله هېوادونو ته به د کورونا ضد واکسین ورکوي خو یوازې امریکا تر اوسه دا ژمنه پوره کړې ده.

بایډن دغه راز وایي چې د روانې اونۍ په پای کې به هم ۱۰۰ هېوادونو ته د پنځه سووه ملیونه ډوزه واکسین وېش پیل کړي.

بایډن داسې مهال د واکسینو د وېش خبر ورکوي، چې اوس هم د نړۍ ګڼ بې وزله هېوادونه د کورونا ویروس له درېیمې څپې ځورېږي او مرستو ته ډېره اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...