سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهبهرنیو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د بشري حقونو نقض...

بهرنیو چارو وزارت له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې د بشري حقونو نقض مستند کړي

تاند (پنج شنبه، د اسد ۱۴) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې پر بشري حقونو د څار د نړیوالې ډلې د راپور هرکلی کوي او د دې غوښتونکي دي چې نړیوال بنسټونه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض اسناد راټول کړي او شوې ادعاوې مستندې کړي.

یاد وزارت وایي نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کې د طالبانو پر وروستیو کړنو سترګې پټې نه کړي او په اړه دې مستند راپورونه نړیوالو ته وړاندې کړي.

د بشري حقونو په برخه کې فعال بنسټونه وایي چې د طالبانو تر نفوذ لاندې سیمو کې ملکي وګړي وژل شوي، بشري حقونه نقض کېږي او په جګړو کې یې عامو خلکو ته زیانونه اوړي.

طالبانو بیا دا تبلیغات بللي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل پلو په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او اوس د ویلسن څېړنیز مرکز غړی وایي، چې د سیمې هېوادونه په موقته توګه طالبانو ته اړتیا لري خو پاکستان یې دایمي ملاتړی دی.

حسین حقاني د امریکا له ان پي ار رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د سیمې ځينې هېوادونه له امریکا سره د سیالۍ او یا د ځينو خطرونو د دفع کولو لپاره طالبانو ته موقته اړتیا لري او د اړتیا تر پوره کېدو وروسته له دغه ډلې سره هېڅ راز خواخوږي نه پالي خو یوازینی ملاتړی او خواخوږی هېواد به یې په ټوله سیمه کې پاکستان وي.

هغه زیاتوي چې د نورو هېوادونو پرخلاف پاکستان د طالبانو ملاتړی دی او د دغه ډلې پر مټ هڅه کوي په سیمه کې خپلې ګټې وپالي.

د ده په خبره د جګړې د ختمولو یوازینۍ لار دا ده چې پاکستان د طالبانو او ترهګرو له ملاتړه راوګرځول شي او پر وړاندې یې سخت اقدامات ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب