Homeخبرونهولسمشرغني د ایران د نوي ولسمشر په رسمي بلنه دې هېواد ته...

ولسمشرغني د ایران د نوي ولسمشر په رسمي بلنه دې هېواد ته لاړ

تاند (پنج شنبه، د اسد ۱۴) افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن د ايران د نوي ټاکل شوي ولسمشر ابراهيم رئيسي په رسمي بلنه دغه هېواد ته لاړ او د نوموړي د لوړې په مراسمو کې به هم برخه واخلي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې غني به په دغه سفر کې له خپل ايراني سيال ابراهيم رئيسي سره د ليدنې ترڅنګ د دغه هېواد د پارلمان له مشر او نورو چارواکو سره ليدنې وکړي.

خبرپاڼه کاږي، چې ولسمشر غني به په دې سفر کې له براهیم رئیسي سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې پراختیا او همکاریو په اړه هم خبرې وکړي

په دې سفر کې له ولسمشر سره سرور دانش، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالمتین بېک هم ملتیا کوي.

نوموړی داسې مهال ایران ته سفر کوي، چې په افغانستان کې د جګړې  لمن ورځ تر بلې پراخېږي.

بل پلور ولسمشر غني یو ځل بیا د طالبانو جګړه فتنه بللې او ټینګار یې کړی، چې د دغې ډلې له لوري روانه جګړه ناروا او د دین او عنعناتو خلاف ده.

نوموړي چې پرون یې د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د ولایتي شوراګانو له لوري جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د طالبانو یوازینۍ دنده د خلکو وژل او د وطن بربادي ده.

هغه زیاته کړې چې هیچاته به د دې اجازه ورنه کړي چې د افغانستان تېرې شل کلنې لاسته راوړنې له منځه یوسي.

نوموړي دغه راز ټینګار وکړ چې طالبان د پاشل کېدو په حال کې دي او ډېر ژر به په ډلو ټپلو ووېشل شي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې سیمه ییز هېوادونه باید پوه شي چې ګټه یې د افغانستان په ثبات کې ده او باید په دې برخه کې له افغانستان سره په همغږۍ د پام وړ همکاري وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...