سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهپر هرات ښار د طالبانو د پراخو بريدونو مخه نيول شوې

پر هرات ښار د طالبانو د پراخو بريدونو مخه نيول شوې

تاند( پنجشنبه د اسد ۱۴مه) د هرات ولایت ځايي چارواکي وایي،چې تېره شپه افغان امنیتي ځواکونو پر هرات ښار د طالبانو پراخ بریدونه شنډ کړي دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع وایي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ښار پر څلورو حوزو بریدونه وکړل،خو د امنیتي ځواکونو له لوري له سختې ماتې سره مخ شول او درنه مرګ ژوبله ور واوښته.

د نوموړي په وینا طالبانو ددغه ښار د دویمې، درېیمې؛ لسمې، او یوولسمې حوزې پر اوو برخو پراخ ډلییز بریدونه وکړل، خو د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول. دده په وینا، د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په پایله کې تر سلو زیات طالبان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

ویل کیږي،چې هوایي ځواکونوپر طالبانو هغه مهال بریدونه وکړل چې غوښتل یې په ډلییزه توګه دغه ښار ته ننوځي.

د هرات ځايي چارواکي د تېرې شپې په جګړه کې د دغه ښار د لسمې امنیتي حوزې د آمر وحید احمد کوهستاني او دوو نورو افغان سرتېرو وژل کېدل تاییدوي.

پرهرات ښار د طالبانو د تېرې شپې په بریدونو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه جزیات په لاس کې نشته.

طالبانو تر دې وړاندې هم د هرات ښار مرکزي سیمو ته د ننوتو په موخه بریدونه کړي خو د افغان ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب