سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهلغمان: بادپښ ولسوالي له طالبانو بېرته افغان ځواکونو ونیوله

لغمان: بادپښ ولسوالي له طالبانو بېرته افغان ځواکونو ونیوله

تاند( پنج شنبه، د اسد ۱۴ ) د لغمان امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو صفردوه قطعې په بادپښ ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه عملیات ترسره کړل.

د والي ویاند اسدالله دولتزی وایي په دې عملیاتو کې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو د بادپښ ولسوالي بېرته ونیوله.

نوموړی وایي د یادې ولسوالۍ مقام په بشپړه ډول له ځانګړو ځواکونو سره دی او د نورو سیمو د نیولو او تصفیې عملیات دوام لري.

دولتزی وایي په دې عملیاتو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره جزیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

یاده ولسوالي څه موده وړاندې وسله والو طالبانو نیولې وه ،چې اوس بېرته افغان ځواکونو ونیوله.

بل لورته وسله والو طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد ګڼې ولسوالۍ د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب