سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهننګرهار: طالبانو په سره رود ولسوالۍ کې ۳ پلچکونه په بمونو الوزولي

ننګرهار: طالبانو په سره رود ولسوالۍ کې ۳ پلچکونه په بمونو الوزولي

تاند (پنج شنبه، د اسد ۱۴) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وایي، د دې ولایت د سره رود په فتح اباد سيمه کې تېره شپه وسله والو طالبانو درې پلچکونه په بمونو الوزولي.

خوګیاڼی وایي په دې سره يې سره رود، خوږياڼو، شيرزادو او حصارک ولسواليو ته د ولسي خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ دی.

له دې وړاندې هم طالبانو په یاده سیمه کې ۵ پلچکونه په بمونو الوزولي وو.

عام خلک وایي، طالبان د ابادۍ او پر مختګ خلاف دي او نه غواړي افغان ولس ارامه ژوند وکړي.

نوموړی دغه راز د یوه بل خبر له مخې وایي، چې په شيرزادو ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ۸۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او د دوی برید یې په شاه تمبولی دی.

خوګیاڼی زیاتوي دا پېښه د شيرزادو ولسوالۍ په ګندمک سيمه کې تېره شپه شوې ده.

نوموړی وایي وسله والو طالبانو غوښتل په ډله ییزه توګه د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړي، خو په ځوابيه بریدونو کې د بهرنيو اتباعو او سرګروپانو په ګډون ۳۶ وسله وال طالبان ووژل شول او ۵۲ نور ټپيان شول.

د والي ویاند وایي په دې نښته کې دوه افغان سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي،چې د ټپیانو وضعیت د ډاډ وړ دی.

وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د یادو پېښو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

1 COMMENT

  1. یاره نور به څه نه وایم خو هر چا چې دا کار کړی الله دې خپل په غضب ګرفتاره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

لار | زهير سپېڅلی