سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeټولنیزبدې خاطرې له یاده ایستلی شو؟

بدې خاطرې له یاده ایستلی شو؟

 ژباړن: ساحل منګل

 په هغه څيړنه کې، چې په کلورادوم  پوهنتون کې شوې،پکې جوته شوه چې خلک په ځان کې دبدو خاطرو دله منځه وړلو احساس پيداکولی شي. په دغه څيړنه کې دهغو خلکو ماغزه څېړل شوي  چې د بدو خاطرو دله منځه وړلو په برخه کې ېې دبدو تصويرونو زدکړه تر لاسه کړې وه او د څنګ برخې دوه لارو کې ښکاره شوه.

دغه تحقيق کولای شي ديو شمير اروايي ناروغانو،چې دخپلو بدو خاطرو په له منځه وړولو کې ناچاره دي او يا هغه ناروغان،چې ويره ،سترس ،وسواس او نور ولري لويه مرسته وکړي.

د دې څيړنې محقيقين وايي: موږ په دې تحقيق کې ښيو ،چې خلک کولای شي ،چې په يو ځانګړي تمرين سره په يوه ځانکړي وخت کې بدې خاطرې له ذهنه وباسي او مونږ تصور کوو ،چې په هغو عصبي لارو چارو ، چې مونږ لاس پورې کړی اميد لرو ،چې د دې لارو چارو او په راتلونکې کې د نورو لارچارو سره د مختلفو ناروغيو درملنه وکړو.

د دې تحقيق په يوه برخه کې له ګډون کوونکو څخه وغوښتل شول ،۴۰ جفت تصويرونه ذهن ته وسپاري ،چې له هرې جوړې څخه ېې يو له بل سره تضاد ولري دمثال په ډول يو ګل يو اغزی،يو روغ انسان يو زځمي يو دخندا او يو دژړا او ځينې نور د هرو جفتوخاطرو له يادولو وروسته له ګډونوالو څخه وروسته وغوښتل شول ،چې په ځانګړې طريقې سره تصويرونو ته وګوري او له هغوی څخه ام ار ای واخيستل شو، هغوی وويل يو اځې انساني صورتونه هغوی ته ورښودل کيدل او دوی خپله کولای شول تصمیم ونيسي ،چې منفي تصوير ته فکر وکړي که نه.

د دې څيړنې په لړ کې دمغز سکن شوې برخې ښکاره کړه ،چې د بدو خاطرو لرې کيدل د مغز په څنګ برخه کې رامنځ ته شوي وو.دغه ټيم داکشف کړه، چې د مغز د څنګ پردې دوه برخې هيپوکامپ او آميګدالا ،چې د تصويرونو په يادښت او پيداکولو کې لاس لري همداډول د خاطراتو په لرې کولو کې هم کار کوي.

دغه پايلې ښيي ،چې دخاطراتو له منځه وړل په خلکو کې دمغز دڅنګ برخه کې رامنځ ته کيږي .

دغه څيړنه ښيي ،چې ګډونوالو دخپلو خاطراتو پر وړاندې په ځان ښه احساس لاره او ددې خاطرو ديوې خاصې برخې په تړلو په پوره ډول توانيدل ،چې ديو شمير بدو خاطرو پيدا کول بند کړي .پوهان ګمان کوي ،چې  دخاطراتو له منځه وړل کولای شي دمثبت پاتې کيدو يوه ځانګړنه وي.

دا مشخصه نده ،چې يو ه ضرر رسونکې خاطره مثلا يوه ترافيکي پيښه تر څومره حده پورې دانسان په مغز کې ښودل کيږي، خو ممکن دغه کس د دې خاطرې د لرې کولو لپاره اړتيا لري ،چې څو څو ځله تمرين وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب