چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهچارواکي: ننګرهار کې په تېرو ۲ میاشتو کې ۶۴۳ طالبان وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې په تېرو ۲ میاشتو کې ۶۴۳ طالبان وژل شوي

تاند ( چهارشنبه، د اسد۱۳) دننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په تېرو دوو میاشتو کې په دې ولایت کې د طالبانو د ۲۸۵ بریدونو مخه نیول شوي او دغه راز یې ۶۴۳ تنه وژل شوي دي.

امنیه قومندان پاسوال سلطان داوود وایي، چې په وژل شویو طالبانو کې د دوی ۳ سرګروپان هم شامل دي.

نوموړی وایي دا عملیات د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي، چې په یاده موده کې ۱۵۳ طالبان ټپیان شوي هم دي.

امنیه قومندان وایي، په یاده موده کې افغان ځواکونو له طالبانو ۴۹ میله بېلا بېلې درنې او سپکې وسلې، ۹ عرادې وسایط ترلاسه کړي او لسګونه مرکزونه یې ورته له منځه وړي دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه راز پولیسو په تېرو دوو میاشتو کې ۱۷۸ تنه د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نیولي دي.

نوموړی وایي دغه راز یې د اصلاحاتو په موخه په یاده موده کې ۱۸ تنه پولس د بېلابېلو قضیو له امله څارنوالۍ ته ور پېژندلي او ترې څېړنې روانې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب